د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په کډکوچه سیمه کې د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لویه لاره د یوه مسافر وړونکي بس پر وړاندې د وسلهوالو د ډزو په تازه پېښه کې درې مسافر وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د کډکوچې اړوند د ګورو په سیمه کې رامنځته شوې. ویل کېږي، ناپېژاندو وسلهوالو د کوټې څخه کراچۍ ته پر روان مسافر وړونکي بس ډزې وکړې، چې له امله یې درې کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې نور ټپیان شول.
د وژل شویو کسانو هویت انعامالحق د قلعه عبدالله اوسېدونکی، سید طارق نیاز د کراچۍ اوسېدونکی او لياقت خان د ګلستان اوسېدونکی ښودل شوی دی. همدارنګه، په ټپیانو کې نجم، عبدالحنان د کوټې اوسېدونکی او عبدالولي د پشین اوسېدونکی شامل دي.
امنیتي ځواکونه له پېښې وروسته سیمې ته ورسېدل، مړي او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول. د روغتیايي سرچینو په وینا، د اړینو قانوني او طبي چارو تر بشپړېدو وروسته د وژل شویو جسدونه خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو اوونیو کې د بلوچستان پر ملي لارو د مسافر وړونکو بسونو پر وړاندې د وسلهوالو ډزو او بریدونو لړۍ دوام لري، هغه وضعیت چې د مسافرو د امنیت په اړه یې اندېښنې لا زیاتې کړې دي. چارواکو د دې برید د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره د پلټنو د دوام خبر ورکړی دی.


