د امريکا پوځ ويلي چې د ايران پر ضد يې د يوولسمې پرلهپسې شپې هوايي بريدونه ترسره کړي دي. د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په وينا، په دغو بريدونو کې د ايران هغه پوځي مرکزونه، سمندري تجهيزات، د الوتکو تمځايونه، د بېپيلوټه الوتکو زېرمتونونه او لوژستيکي تاسيسات په نښه شوي چې د دوی په اند د هرمز تنګي د بېړيو تګ راتګ ته ګواښ پېښوي.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د بريدونو پر مهال د پلازمېنې تهران، د شمال لوېديځ تبريز او د هېواد د سويل په بوشهر او سيريک سيمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. همدارنګه د خوزستان ولايت د بهبهان او اميديه شاوخوا سيمې هم د توغنديزو بريدونو هدف ګرځېدلې دي.
د فارس خبري اژانس د ځايي چارواکو په حواله ويلي چې د تبريز ښار په څنډه کې يو پوځي مرکز د شپې له خوا ويشتل شوی، خو بريد د ښار دننه نه دی شوی.
د وروستيو بريدونو په ترڅ کې د تهران او تبريز په نښه کېدل د تېرې مودې له بريدونو سره توپير لري، ځکه تر دې وړاندې زياتره بريدونه د ايران په سويل او د هرمز تنګي شاوخوا سيمو متمرکز وو.
بلخوا د کوېټ پوځ ويلي چې د ايران له لوري ورلېږل شوې يوه بېپيلوټه الوتکه يې شنډه کړې ده. ايران د امريکايي بريدونو له بيا پيل وروسته څو ځله پر کوېټ، بحرين او قطر د بريدونو هڅې کړې دي.
امريکا د جولای له اتمې نېټې راهيسې هره ورځ پر ايران هوايي بريدونه کوي، او ايران په ځواب کې د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی او د سيمې پر امريکايي پوځي اډو يې بريدونه کړي دي.
د امريکا د دفاع وزير پېټ هېګسېت د کانګرس غونډې ته ويلي چې د ايران پر ضد د روانو پوځي عملياتو لګښت ۳۷ اعشاريه ۵ ميليارده ډالرو ته رسېدلی او د پنټاګون لپاره د ۹۰ ميليارده ډالرو اضافي بوديجې غوښتنه شوې ده. د نوموړي څرګندونې د يو شمېر مخالفو قانون جوړونکو له نيوکو سره هم مخ شوې.
په همدې حال کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې ښايي ژر د ايران پر يوه شکمن اټومي مرکز، چې «پيک اېکس ماونټن» نومېږي، سخت بريد وکړي. د ايران د خاتم الانبيا مرکزي قرارګاه په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې که د ايران اټومي تاسيسات په نښه شي، نو د سيمې په کچه به بريدونه نور هم پراخ شي.
له بلې خوا د تاوتريخوالي د کمولو لپاره ډيپلوماتيکې هلې ځلې هم روانې دي. د ايران د کورنيو چارو وزير اسکندر مومني په اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو، د پوځ له مشر عاصم منير په ګډون، سره ليدلي دي.
همدارنګه د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره ټليفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو د سيمې د امنيت د ټينګښت، د تاوتريخوالي د کمولو او د ډيپلوماسۍ د پياوړتيا پر اړتيا ټينګار کړی دی.
سېنټکام په خپله وروستۍ اعلاميه کې ادعا کړې چې ايران په تېرو درېيو مياشتو کې د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو لسګونو سوداګريزو بېړيو بريدونه کړي دي، خو زياته کړې يې ده چې دغه مهمه نړيواله سمندري لار لا هم د سوداګريزو بېړيو پر مخ پرانيستې ده. د امريکايي پوځ په وينا، د مې له لومړيو راهيسې د دوی ځواکونو د سلګونو سوداګريزو بېړيو او ميليونونو بېرلو خامو تېلو د خوندي لېږد په اسانتيا کې مرسته کړې ده.


