د يمن حوثيانو ادعا کړې چې د سره سمندر په اوبو کې يې د «اينسيليا» او «ليلا» په نومونو پر دوو تېلو لېږدوونکو بېړيو د بېپيلوټه الوتکو او توغنديو په وسيله بريدونه کړي دي.
د حوثيانو وياند يحيی سريع ويلي، يادې بېړۍ د دوی له اعلان شوې سمندري بنديز څخه د سرغړونې له امله په نښه شوې دي. هغه زياته کړې چې د دوی سمندري عمليات به دوام ولري او د «کلابندي په بدل کې کلابندي» تګلاره به عملي کوي.
بل لور ته، د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د ترانسپورټ د عمومي ادارې د يوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې اينسيليا بېړۍ د سره سمندر په اوږدو کې د تګ پر مهال تر بريد لاندې راغلې ده. د راپور له مخې، د بېړۍ په مخکينۍ برخه کې اور ولګېد، خو د عملې ټولو غړو ته زيان نه دی رسېدلی.
که د حوثيانو ادعا سمه ثابته شي، دا به له هغه وروسته لومړنی راپور شوی بريد وي چې دغې ډلې د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري بنديز اعلان کړی و.
حوثيان وايي، دا بريدونه د يمن پر ضد د سعودي له لوري د لګېدلې کلابندۍ او د صنعا پر نړيوال هوايي ډګر د وروستيو بريدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
په همدې حال کې، امريکا پر ايران د هوايي بريدونو لړۍ روانه ساتلې ده. د ايران دولتي رسنيو د دغو بريدونو له امله د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی، او ويلي يې دي چې د هرمز تنګي په يوه ماين اېښوول شوې سمندري لاره کې د چاودنې له امله يوه تېلو لېږدوونکې بېړۍ هم اور اخيستی دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وروستيو بريدونو مخکې خبرداری ورکړی و چې که ايران په هرمز تنګي کې پر بېړيو بريد وکړي، امريکا به د ايران مهمې زېربناوې په نښه کړي. هغه همداراز ويلي و چې که حوثيان د سره سمندر لاره وتړي، له هغوی سره به هم جدي چلند وشي.
بابالمندب تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي. دغه تنګی سره سمندر له عدن خليج سره نښلوي، او د نړۍ د سوداګرۍ شاوخوا ۱۲ سلنه او د کانټينري بار وړلو د پام وړ برخه د همدې لارې د سوېز کانال له لارې د اروپا او اسيا ترمنځ لېږدول کېږي.


