دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران وايي بریدونه او خبرې یو ځای نه کیږي

ایران وايي بریدونه او خبرې یو ځای نه کیږي

ویب ډیسک

د شنبې په سهار ایران او اسراییل یو ځل بیا توغندیز بریدونه تبادله کړي دي.

 

له دې سره د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تر هغې به د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې ونه کړي څو چې ګواښ لاندې وي.

 

که څه هم عراقچي تېره ورځ په جنیوا کې له اروپايي مشرانو سره ناسته دلوده، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ شک څرګند کړی و، چې که اروپا اوربند ته لاره هواره کړای شي.

 

ټرمپ وویل: «ايران له اروپا سره خبرې نه غواړي، هغوی زموږ سره خبرې غواړي. اروپا نه شي کولای په دې برخه کې مرسته وکړي».

 

په عین حال کې ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي، چې ښايي له اسراییل د هوايي بریدونو د بندولو غوښتنه ونه کړي، ځکه په وینا که څوک ګټونکی وي، دا سخته ده.

 

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي هم ټینګار کړی، تر څو یې چې د ایران اټومي پروګرام له منځه نه وي وړی، تر هغې به جګړه ونه دروي.

 

اسراییل د ایران اټومي پروګرام د پراختیا مخنیوي او یا له منځه وړلو په موخه د جون په ۱۳ مه بریدونه پیل کړل، چې ګومان کېده امریکا به هم ورسره ګډه شي، خو وايي دا پرېکړه یې دوې اوونۍ وخت نیسي.

 

په داسې حال کې چې د دواړو لوریو جګړه دویمې اوونۍ ته داخله شوې ده، تراوسه د جګړې درېدو، اوربند او یا خبرو لپاره هېڅ راز ښکاره څرک نه لیدل کېږي.

 

# #Iran #Israel #War #US @UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه