دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران چمتو دی چې د امریکا پوځي اډې او تجهیزات په منځني...

ایران چمتو دی چې د امریکا پوځي اډې او تجهیزات په منځني ختیځ کې په نښه کړي. 

ویب ډیسک

نیویارک ټایمز په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې امریکايي چارواکي د استخباراتي راپورونو تر ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي و، چې که امریکا د ایران او اسراییل ترمنځ جګړې ته داخل شي، د ایران حکومت چمتو دی چې د امریکا پوځي اډې او تجهیزات په منځني ختیځ کې په نښه کړي.

د اسراییل پخواني دفاع وزیر د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ د ایران پروړاندې زړوره پرېکړه وکړه.

بلخوا ایراني لوري د امریکا یاد بریدونه ناکامه بللي او زیاته کړې یې ده، چې یادو تاسیساتو او د هغوی غني کړل شوې یورانیم زېرمې له برید مخکې له سیمې انتقال شوي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه