ویب ډیسک
د ایران او اسراییلو ترمنځ پوځي نښته اوس خپل اوومې ورځې ته داخله شوې ده، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري چې په راتلونکو دوو اونیو کې د ایران په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
د امریکا له غوښتنو سره خبرې
په دغو شرایطو کې، یو لوېدیځ ډیپلوماټ د “اسراییل ټوډې” ورځپاڼې ته ویلي، چې ایران واشنګټن ته د ځینو امریکایي غوښتنو په اړه مثبت ځواب ورکړی دی.
د هغه په وینا، تهران له خپل پخواني کلک دریځ څخه شاته شوی او اوس یې د “ډېر انعطاف” ښودلو له لارې د دغو غوښتنو په اړه د خبرو اترو لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
خو سره له دې، ایران لا هم اسراییلي اوربند د هر ډول مذاکراتو لپاره یوه بنسټیزه شرط بولي.
ورځپاڼې د نورو سرچینو له خولې لیکلي، چې کیدای شي خبرې اترې د روانو پوځي عملیاتو ترڅنګ پیل شي.
بلخوا، په واشنګټن کې د ایران د فردو اټومي تأسیساتو پر احتمالي برید اختلافات رامنځته شوي دي.
ایران باید موافقه وکړي
دغه پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د سپینې ماڼۍ ویاندې، کیرولاین لیویټ، د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي غونډه کې د اسراییل او ایران د نښتې او د ممکنه امریکايي مداخلې په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
هغې ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ غواړي تر هر ډول پوځي اقدام وړاندې دیپلوماتیکې هڅې دوام ولري، او دا چې په ایران سره هر ډول توافق کې باید د یورانیمو غني کول شامل نه وي.
هغې وویل، ایران باید دا توافق وکړي.
کیرولاین زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ به په راتلونکو دوو اونیو کې پرېکړه وکړي چې آیا امریکا باید د اسراییل او ایران ترمنځ روانه نښته کې مداخله وکړي که نه.
هغې د ټرمپ له پیغام څخه په حواله وویل: “پر دې اساس چې په نږدې راتلونکې کې له ایران سره د مذاکراتو پراخ فرصت شته… چې کېدای شي وشي او کېدای شي ونه شي، زه به په دوو اونیو کې پرېکړه وکړم چې مداخله وکړم یا نه.”
هغې دا هم وویل، د ولسمشر تر ټولو ستر اولویت دا دی چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
لیویټ وضاحت وکړ، چې هر ډول توافق به ایران له یورانیم غني کولو راګرځوي او د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا به یې له منځه یوسي.
هغې زیاته کړه: “ولسمشر تل په دیپلوماتیک حل کې لېوالتیا لري… نو که چیرې د دیپلوماسۍ کوم فرصت موجود وي، ولسمشر به خامخا هغه غوره کړي… خو له ځواک د کار اخیستو نه هم ویره نه لري.”
خو لیویټ دا ونه ویل، چې آیا ولسمشر ټرمپ به د ایران پر احتمالي برید د کانګرس اجازه هم وغواړي او که نه.
دا بیان په داسې حال کې راغلی، چې درې دیپلوماټانو افشا کړې، امریکايي استازی سټیو وټکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسراییلي بریدونو له پیل راهیسې څو ځله په ټیلیفون خبرې کړي، ترڅو د کړکېچ لپاره دیپلوماتیک حل پیدا کړي.
هغوی زیاتوي، په دې خبرو کې د مې میاشتې په پای کې ایران ته د وړاندې شوې یوې امریکایي طرحې په اړه هم لنډ بحث شوی، چې موخه یې د ایران څخه بهر د یورانیمو غني کولو لپاره د یوه سیمهییز کنسورشیم جوړول وو… خو ایران تر اوسه دا طرحه رد کړې ده.
دیپلوماټانو د برتانیې خبري آژانس ته ویلي، عراقچي ویلي چې ایران تر هغه وخته خبرې نه پیلوي، ترڅو چې اسراییل د جون له ۱۳مې راهیسې پیل شوي بریدونه بند نه کړي.
نښته روانه ده
امریکایي ورځپاڼې “وال سټریټ ژورنال” د چهارشنبې په ماښام د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد د امریکا نظامي پلانونو ته “زرغون څراغ” ورکړی، خو وروستۍ حکم یې ځنډولی، ترڅو وویني چې آیا تهران خپل اټومي پروګرام بندوي که نه.
خو ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د دې راپور په غبرګون کې وویل: “هغوی زما د فکر هیڅ تصور نه لري.”
دغه حالت په داسې وخت کې دی، چې دواړه هېوادونه په اوومه ورځ په جګړه کې ښکېل دي.
اسراییل له ۱۳ جون راهیسې په ایران کې ګڼ بریدونه کړي، چې پکې پوځي مرکزونه، د توغندیو د ویشتلو ځایونه، او اټومي تأسیسات په نښه شوي دي.
په دغو بریدونو کې اسراییلي ځواکونو لسګونه لوړپوړي ایراني پوځي مشران او لږ تر لږه ۱۰ اټومي ساینسپوهان وژلي دي.
په ځواب کې، تهران پر اسراییلو د میزایلو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي، او نورو بریدونو ګواښ یې هم کړی دی.


