ویب ډیسک
د لیبیا په ساحل کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله د پاکستانیانو او مصریانو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کډوال د وژل کېدو وېره ده.
د فرانسې خبري اژانس «AFP» د مهاجرت د نړیوال سازمان په حواله راپور ورکړی چې لومړۍ کښتۍ د جون په ۱۲مه د لیبیا په طرابلس کې د بندر سره نږدې ډوبه شوه. د کښتی د ډوبیدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان ورک شول، په داسې حال کې چې یوازې پنځه کسان ژوندي پاتې شول.
هغه کسان چې په دې پېښه کې ورک شوي وو، د پاکستان، اریتریا، مصر او سوډان څخه وو.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا، دویمه کښتۍ د توبروک ښار څخه ۳۵ کیلومتره (۲۰ میله) لرې ډوبه شوه، چې ۳۹ کسان یې ووژل او یوازې یو کس یې ژوندی پاتې شو.
د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د دې سازمان سیمه ییز رییس عثمان بلبیسي وویل: «په دواړو پیښو کې د ګڼ شمېر کسانو د مړینې ویره شته، چې دا د دوی کورنیو ته غمجنه خبره ده.»
هغه زیاته کړه چې «د مهاجرت نړیوال سازمان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د لټون او ژغورنې عملیات ګړندي کړي او د ژوندي پاتې شویو کسانو خوندي ایستل تضمین کړي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په وینا، «سږ کال تر اوسه پورې لږ تر لږه ۷۴۳ کسانو د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
په بیان کې زیاته شوې ده چې «په دې خطرناک سمندري لاره کې د انسانانو د قاچاق خطرناکې طریقې زیاتې شوي دي، پداسې حال کې چې د ژغورنې ظرفیت هم محدود دی.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې «د جون تر ۱۵مې پورې، د ایټالیا سواحلو ته د رسیدونکو کډوالو شمیر د تیر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیات شوی دی، چې ډیری یې له لیبیا څخه راغلي دي.»


