ویب ډیسک
جهادي مشر محمد اسماعیل خان وايي که د سولې خبرې ناکامه شي د ولسوالیو او ولایتونو ترڅنګ د حکومت د نسکورېدو خطر موجود دی.
اسماعیل خان هرات ولایت کې خبري ناستې ته د وینا پرمهال وویل هیله لري چې د سولې روانه پروسه بریالۍ شي او ټول ښکیل لوري په دې پروسه کې شامل شي
او که دا خبرې په هره بهانه ناکامیږي افغانستان به یوه خطرناک وضعیت سره مخ شي.
اسماعیل خان وایي د امریکا په طرحه کې د طالبانو او حکومت ترڅنګ باید مجاهدین هم په نظر کې ونیول شي او له دې بهیر څخه لرې پاتې نه شي.


