یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامرالله صالح:افغان ځواکونو د یوې هلیکوپترې پر رانسکورولو څلور ورځې وروسته غبرګون...

امرالله صالح:افغان ځواکونو د یوې هلیکوپترې پر رانسکورولو څلور ورځې وروسته غبرګون وښود.

ویب ډیسک
امرالله صالح دعلي پور له لوري د افغان ځواکونو د یوې هلیکوپترې پر رانسکورولو څلور ورځې وروسته غبرګون وښود.
د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دې پېشې پرمهال هیڅ ډول نظامي عملیات نه وو پلان شوي او د افغان پیلوټانو او سرتیرو وژل ښکاره جنایت دی.
صالح وایي، د دې پېښې عامل او یاهم عاملین باید د خپل عمل په سزا ورسول شي، خو په وینایې دې موضوع ته قومي رنګ ورکول په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي.
امرالله صالح وایي،له دې پېښې وروسته افغان ځواکونو ته د کوم خاص قوم او سیمې پرضد د عملیاتو امر نه دی شوی، بلکې افغان ځواکونه د پېښې اصلي عاملین په نښه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه