ويب ډیسک
د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې مشهور لوبغاړي کیرن پولارډ د نړیوالې کرکټ سره د مخه ښې اعلان وکړ.
پولارډ په یوه ویدیو کې ويلي، چې له نړیوال کرکټ سره یې د مخه ښې پریکړه کړې او زیاتوي چې دده لپاره د ویاړ ځای دی چې د ویسټ انډیز لوبډلې استازیتوب یې وکړ.
نوموړي په ۱۲۳ یو ورځنیو او ۱۰۱ شل اوریزو لوبو کې د ویسټ انډیز استازیتوب کړی چې ټولټال یې ۴۲۷۵ منډې کړي او ۹۷ ویکټې اخیستې دي.
کیرن پولارډ په نړیوال کرکټ کې د ویسټ انډیز مخکښ لوبغاړی پاتې شوی چې د یو شمېر ریکاډونو سربېره په یوه اور کې د شپږ شپږیزو وهلو ریکاډ هم په خپل نوم لري.


