ويب ډیسک
امنيتي چارواکي وايي، د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست منسوبینو د یو لړ عملیاتو په لړ کې هغه کس نیولی چې غوښتل یې د بهرنيو ځواکونو نه پاتې شوی امنیتي بالون وپلوري.
مصطفی په نوم ياد تن هغه مهال په قندهار کې ونیول شو چې غوښتل يې له یوې صرافي څخه د یاد بالون د بیې یوه اندازه پیسې تر لاسه کړي.
یادو کسانو غوښتل دغه بالون په ایران کې وپلوري او مقابل لورې ورته د دې بالون د ورکولو په بدل کې د ۳۵ میلیونه ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه.
د چارواکو په وينا، ټاکل شوې وه چې له دغو پیسو څخه يې ۱۰ میلیونه ډالر په افغانستان او پاتې ۲۵ میلیونه ډالر په دوبۍ کې یادو کسانو ته تسلیم شي.
د یادونې وړه ده، چې د دغو بالونو اصلي نوم جلنز دی، ۱۷۰ میلیونه ډالره قیمت لري، په پرمختللې ټیکنالوژۍ سمبال دي چې په څلورویشت ساعته کې کولای شي ۵۵۰ کیلومتره شاوخوا ساحه وڅاري، او اصلي موخه يې د کروز توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او پوځي بیړیو څارنه او پیژندل دي.


