دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد بریتانیي لومړی وزیر بورس جانسن هند ته تللی

د بریتانیي لومړی وزیر بورس جانسن هند ته تللی

ويب ډیسک

د بریتانیي لومړی وزیر بورس جانسن د پنجشنبې په ورځ د هند ګجرات ایالت ته ورسید او تر ټولو دمخه یي له ایالتي مرکز احمد آباد څخه لیدنه وکړه. د اطلاعاتو په حواله جانسن به په خپله دې دوره کې د ډیر شمیر سوداګریزو تړونونو اعلان وکړي.

د دغو تړونو د لاسلیک کولو هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت، پانګونې او ټکنالوژۍ په برخو کې د مشارکت د یوه نوي دور پیلول دي.

په نوي ډهلي کې د برتانیې د عالي کمیشنرۍ په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي دي «نن به د هندوستان او بریتانیې شرکتونه د سافټویر او انجینرۍ څخه نیولې د روغتیا تر برخو پورې د یو میلیارد پاونډو په ارزښت پورې د نوې پانګونې او صادراتي معاملې تائید کړي. له دې سره به په بریتانیا کې ۱۱ زره کارځایونه رامنځته شي».

د بریتانیې لومړي وزیر وویل چې زمونږ دا پارټنرشب یا مشارکت به زمونږ خلکو ته کارځایونه، پرمختګ او چانسونه رامنځته کړي او دا به په راتلونکو کلونو کې لا زیات مستحکم شي. په پام کې ده چې جانسن به د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې له خپل هندي سیال سره وویني.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه