دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان: بېلابېلو ښارونو کې بمي چاؤدنو لکبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله...

افغانستان: بېلابېلو ښارونو کې بمي چاؤدنو لکبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ویب ډیسک

د افغانستان په پلازمېنې کابل، ښار مزار شریف، کندوز او ننګرهار کې په چاودنو او بمي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف ښار کې د اهل تشیع په سه دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال درنه چاودنه شوې.

د بلخ د روغتون رییس ډاکتر غوث الدین انوري مشال راډیو ته ویلي چې روغتون ته ۱۰ مړي او تر ۴۰ زیات ټپیان انتقال شوي.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو رییس ذبیح الله نوراني ویلي چې په پېښه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

اخوا په کندوز کې د طالبانو یو کوسټر ګاډی د چاودنې ښکار شوی دی چې پکې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ ویاند عبیدالله عابدي د اپرېل پر ۲۱مه مشال راډيو ته تایید کړه چې په وړوکي ښار دورې کې د طالبانو د ۲۱۷ عمري قول اردو د تخنیکي کارکوونکو موټر په نښه شوی دی.

د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو یو رېنجر موټر د سړک غاړې بم ښکار شوی چې پکې له معلوماتو سره سم، څلور طالبان وژل شوي او یو ژوبل دی. خو د طالبانو حکومتي چارواکو دا مرګ ژوبله نه ده تایید کړې.

هلته په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د اپرېل پر ۲۱مه تر غرمې مخکې د ښار په قمبر څلور لاره کې په یوه چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

نوموړي البته د پلازمېنې په کمپنۍ کې د بلې چاودنې رپورټونه رد کړل.

د تازه بریدونو ذمه وارۍ چا نه دي منلې.

دا پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د کابل پر تعلیمي مرکزونو تر ټولو خونړی برید په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ نېږدې درې میاشتې مخکې شوی وو. په هغه حمله کې لږ تر لږه ۸۵ کسان، چې اکثره يې نجونه وې، وژل شوي او لسګونه نور زخميان ول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه