څېړونکی: وکاس ایسپزی
د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، موسمي او مذهبي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي. همداسي پښتانه افغانان هم د خپل ژوند مناسبت لپاره ځانګړی مراسم، عنعنې، دودونه او رواجونه لري.
پښتانه افغانان د نورو دودونو او عنعنو ترڅنګ د “نوروز” په نوم یو لرغونی جشن لري چې ډېر په شاندار او ډول ډول مراسمو یې لمانځي.
د نوروز لغوي معنا “نوی ورځ” ده او په اصطلاح کې هغه ورځې یا کلتوري جشن ته ویل کیږي چې په هرو دولس میاشتو کې د نوې لمریز کال او د پسرلي د موسم په لومړۍ ورځ نمانځل کیږي. نوروز یعنې “نوی ورځ” له دې د وری د میاشتي لومړی ورځ ده؛ په همدې ورځ لمر د وری برج ته رسیږي او شپه او ورځ سره برابریږي.
دا د پسرلی پیل دی چې په دغه ورځ ربیعی اعتدال پېښېږي او د پسرلې برابروالی یې بولي.
ځینې پوهان د نوروز کلمه د عقیدې څخه رامنځته شوې بولي او وایې:
«نړۍ د لمریز نظام په راڅرخیدو رامنځته شوې او ادم هم په دې ورځ خلق شوی دی، نو خلکو ورته (نوی ورځ) نوم ورکړی دی»
ځینې پوهه پښتانه بیا د نوروز کلیمې سره اتفاق نه کوې او د فارسي ویوکی ګڼي او ددې متبادل د پښتو یختېر (یخ تیر) ویوکی کاروي. ساجد اقبال داویزی د “یختېر” په اړه لیکي:
«پخوانیو وختونو کې به د پښتنو په سیمه کې د ژمې پۀ تیرېدو او د پسرلي پۀ راتګ به یختېر (چې د وخت تیرېدو سره به اختر شو) لمانځلی شو.»
خو بیا ځینې پوهه پښتانه نوروز د فارسي ويوکی نه ګڼي؛ رسولي باور چې همددغه پوهانو له ډلې دی، د “نوروز او لمريز کال په اړه څو اړين ټکي د سرلیک لاندې خپله لیکنه کې لیکي:
«نوروز د فارسي ویوکی (لغت) نه دی. د ژبپوهني له اړخه دا ويوکی د پښتو کليمو جوړښت ته نږدې دی، نسبت د فارسي ژبي د ويوکو (لغاتونو) جوړښت ته. ژبپوهان دا استدلال کوي چې نوروز ترکيبي لغت دی، د دوو برخو جوړ دی، يو (نو) او بل (روز) او يو شمېر ددې ترکيب په لوستلو داسې فکر کوي چې دا به فارسي ويوکی وي. په داسې حال کې چې د ترکيبي جوړښت پر بنسټ دا ويوکی پښتو دی, نه فارسي.
ژبپوهان پوهيږي چې په فارسي ژبه کي صفت د موصوف وروسته راځي، څو بيلګي يادو:
لباس سرخ، جمعيت بزرګ، خانۀ کلان او نور …
دلته وينو چي د جمعيت لپاره د بزرګ صفت وروسته راغلی دی او يا د کور لپاره د لوی صفت وروسته راغلی دی. په داسې حال کې چې دا ترکيبي جوړښت په پښتو ژبه کي کټ مټ همداسي دی لکه چې د نوروز په ترکيبي نوم کې شته.»
دودیال د “نیکمرغه نوروز” د سرلیک لاندې لیکنه کې د نوروز کلمې د تاریخ په اړه لیکي:
«د نوروز کلیمه په اوستا کې نه تر سترګو کیږي، خو په پهلوی کتابونو کې، په تیره بیا هغو برخو کې چې کلیزه پکې ښودل شوې ده، نوروز پکې ډیر لیدل کیږي. د بیلګې په توګه پکې راغلې چې د نوروز جشن پینځه ورځنې جشن (ګاهن بار) دی, په دې ورځ نړۍ پیدا شوی ده او انسان پکې پیدا شوی. هغه بله اسطوره چې نوروزي جشن سره یو ځای ده، خدای ته د دعا کولو اسطوره ده چې د کال په همدې مهال به ترسره کیده.
ځینې پوهانو بیا نوروز کلمه په بېلا بېلو نومونو لکه نیروز، نوروج، مهرجان یا مهرګان یاد نوم هم یاده کړې ده. بهرحال نوروز کلیمه زیاتره دود ده. نو د نوروز کلیمې باندې بحث کولو پر ځای به ددې په تاریخ لږه سرسرې رڼا واچوو.
د نوروز جشن په افغانستان کې خورا لرغونې مخینه لری. ددې جشن مخینه اریایي زردښتیانو ته رسېږي. نوروز جشن د لومړی ځل لپاره د لوړو بیرغونو په ښار بخدي یا هم اوسنې بلخ کې د اریایي پاچا جمشید له لورې لمانځل شوی دی.
لرغونی بلخ د پنځه زره کلن تاریخ په ترڅ کې د لویو تمدنونو زانګو وه او د یوه روایت له مخې وروسته تر بابل او نینوا څخه په نړۍ کې همدا دوهم تمدن و.
د روضه المنجمین په کتاب کې چې شمیران بن ابی الخیر هغه په پینځمه قمري پيړۍ کې لیکلی دي، داسې راغلي دي:
«نوروز هغه ورځ ده چې په هغې کې کیومرث دیو وواژه او جمشید خلکو ته د بخښنې، روغتیا او د اوږد ژوند زیری ورکړ، نو ځکه نوروز د اریانا د لرغونې تاریخ یوه ویاړلې ورځ ده.»
اریایانو په لرغونو وختونو کې کال په دوو برخو ویشلی و، یو تود او بل سوړ فصل.
تود فصل یې اووه میاشتی او سوړ یې پینځه میاشتی ښودلی و.
ځینې وخت به اوړی دوه میاشتې او ژمی لس میاشتې، ځینې وخت اوړی اووه میاشتې او ژمی پنځه میاشتې و.
د اوړې په پیل کې به یې رمې او څاروې له غوجلو څخه شنو ورشوګانو ته څرولو ته بیول او د ژمې په پیل کې به یې د ژمې له توښې او زیرمې سره غوجلو ته راوستل.
په دې توګه دواړو ته یې د کال پیل وایه او خوښي به یې کوله.
اوس هم نوروز د همدې خوشحالیو یوه نښه راپاتې ده. په دې توګه ویلای شو چې بزګرې کلیزه د کرلو او د درمندونو د اخیستو له مخې جوړه شوی وه.
په اوستایي کلیزه کې کال دولس میاشتې او هره میاشت دیرش ورځې وه. همدارنګه په هغه مهال کې هرې دیرش دیرش ورځې د ځانګړی نوم لرونکی وې چې لومړی ورځ یې (اورمزد روز) وه یعنې د اهورا مزدا یا د نیکۍ د خدای ورځ.
له دې کبله چې اورمزد روز هم د کال پیل و او هم د میاشتی، نو ځکه یی پرتم اوچت و.
په دهغه مهال کې به نعمتونه پریمانه وو، غلې دانې به راټولې شوې وې او میوه به هم پیدا کیده. په داسې وخت کی به د زردښتیانو امام د سرو زرو له جام، ګوتمۍ، دینار (د سروزرو پیسې) او درم (د سپینو زرو پيسې) او یو ګورت تازه شنیلی سره چې توره، لیندۍ، مشواڼۍ او قلم به هم ورسره وو. د پاچا دربار ته راته او پاچا ته به یې دعا او ستاینې کولې. وروسته به د دولت لوړ پوړې او مشران یو یو د پاچا دربار ته راتلل او د زردښتي دین علماوو او روحانیونو ته به یې غوږ نیوه. د دین علماوو به پاچا ته ویل:
« ای پاچا! تل دی ژوندی او خوشحاله اوسې, ځواني دې تلپاتی اوسه .…»
د جمشید پاچا په زمانه کې نوروز د برکت سمبول ګڼل شوى او پر اهریمن (بدۍ) استازی یې له بری وروسته ویاړ نوروز ته اړوند دى.
دا نظر هم ورسره یاد شوی چې د هغه له بریالیتوب وروسته برکت د ځمکې پر مخ غوړېدلی دی.
په پهلوي کتابونو کې د اوړې میاشتو د غرمو تودوخي خوشحالې یاده شوې ده چې کار یې دا دی کله چې د ژمې دیو په نړۍ باندې یرغل کوي نو تر ځمکی لاندې پټیږي او تر ځمکې لاندې اوبه تودې ساتي تر څو ونې او بوټی له منځه لاړې نۀ شي. دده بیرته راتګ په پسرلې کې دی. په پسرلې کی د ونو غوټۍ د دغه اتل د بریالیتوب نښه ده. په دې توګه نوروز د بریالیتوب یو سمبول او په جګړو کې د نیکۍ عنصر دی. همدارنګه نوروز د ژمې له خوب څخه د طبیعت د راویښېدو سمبول دی.
نوروز د اریایانو د واکمنۍ پر مهال د کال د لومړی ورځ, د بزګر د جشن د ورځې او د اریايانو د حاکمیت د پیل د ورځې په توګه هم وبلل کیدو. د یادونې وړ ده چې د نوروز لومړی ورځ اوس هم په افغانستان کې د بزګر ورځ په نوم یادېږي او بزګران د مالدارۍ رسم ګذشت صورت نیسي. د ښې مالدارۍ په سر د زراعت دولتي منسوبین ورته انعامونه او ډالۍ ورکوي. په دې ورځ د نیالګیو کینولو عمومي اشر اجرا کیږي.
همداراز د جمشید پاچا د واکمنۍ پر مهال به په بلخ یا لرغونې بخدي کې “سره ګل مېله” لمانځل کېده. بخدي «بلخ» چې د جمشېد پاچا لومړي شاهي پایتخت وو، دۀ دلته مدنیت جوړ کړو او بیا یې له دلته نۀ خپور کړ. په اوېستا کې دده پایتخت د لوړو بیرغونو (جنډو) ښکلی بخدي بللی شوی دی چې جمشید د ځان او د نورو ښاري خلکو ټاټوبی وټاکلو.
د تاریخ په اوږدود کې د ګندهارا سیمې خلکو له دې جشن نه نمانځنه کړې او دا دود یې تر دا اوسه په ټول هېواد کې ژوندی ساتلی دی.
د بلخ ښار چې په اوېستا کې د لوړو بیرغونو (جنډو) ښکلی بخدي بللی شوی دی. نو د جنډو میله تر ۱۹۷۵ میلادی کال پورې د پېښور ښار په چوک یادګار کې هم د جنډو د میلو په نوم کیده چې د پښتونخوا د وړو او لویو ښارونو څخه به ورته خلک راتلل. همدارنګه اوس هم خلک د نوروز نمانځنې لپاره په کندهار کې په خاکریز ولسوالۍ کې د شاه اغا صیب زیارت ته ورځي چې د کندهار د ښار په ۷۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د نوموړي په زیارت جنډه پورته کېږي. همدارنګه ځینې خلک د ارغنداو په ولسوالۍ کې د بابا ولي زیارت، د دالې بند او د ابراهیم خلیفه بابا زیارتونو ته هم د میلو لپاره ورځي. خو د نوې کال او نوروز په مناسبت د کندهار په میلو کې یوازې نارینه ګډون کوي. ځکه چې د کندهار خلکو په منځ کې میلو ته د خپلو فامیلونو بیول رواج نه لري. په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، زابل، هلمند، روزګان، غزني، میدان وردګو او ګڼو نورو ولایتونو کې هم خلک په بېلابیلو ډولونو د نوروز لمانځنه کوي. په دې ورځ کوژدن شوې ځوانان خپلې خسرګنۍ ته ورځي، کبان او ځلوبۍ له ځانه سره وړي. په ختیځو ولایتونو کې ښځینه او نارینه بیا پارکونو او مېله ځایونو ته ورځي. په ننګرهار کې د سخي صاحب، په لغمان کې د مهترلام او ننګلام صیب زیاتونه د دغسې جشنونو د لمانځلو لپاره ځانګړې ځایونه دي. ښځې او نر ورځي، زیارت کوي، هګۍ جنګوي، تیږه اچوي، ډبېلۍ کوي، غېږه نیسې، خوسی او ګڼې نورې سیمه ییزې لوبې ترسره کوي. د هرات، فراه او د هېواد د جنوب لودیځې حوزې زیاتره اوسیدونکي له خپلو فامیلونو سره یو ځای شنو ځایونو، لوبغالو او غونډیو ته راوځي. د پسرلی له هوا څخه خوند اخلي، یوه او بل ته د نوی کال په مناسبت مبارکي وایې، میله کوي، سبزی چلو پخوي او په زرغونو ورشوګانو باندې چکر وهي او په ځینو زیارتونو باندې جنډې هم پورته کیږي. په دغو ولایتونو کې خلک اتڼونه کوي، خوښۍ کوي، ټیکۍ اچوي، په کورنیو کې رنګ رنګ خواړه پخوي، وچې او تازه مېوی تیاروي، یو د بل کور ته ځي او په سندرو سره د نوروز جشن لمانځي.
نوروز د اریایي دورې نه راواخله تر میروېس نېکه تر دورې پورې د بېلابیلو باچهانو په شاهي توګه لمانځلی دی او چا یې څۀ قسمه مخالفت نه دی کړی، میروېس نېکه نه پس نورو هوتکو باچهانو په دوره دوره کې هم لمانځلی کیدو.
د احمد شاه بابا په دوره کې هم نوروز د مختلفو مناسبتونو او پروګرامونو په ترڅ کې نمانځل شوی دی. ویلی کېږي چې احمد شاه بابا څخه یو ځل د کندهار د اڅکزي قبېلې مشرانو د نوروز لمانځلو لپاره د سیمې غوښتنه وکړه؛
احمد شاه بابا ورته په ارغنداب کې د بابا ولي صیب له زیات څخه نیولې د سردې او مرنجان تر کلې پورې سیمه جلا کړه او ورته یې وویل:
«د نوی کال جشن دی؛ په دې شنه او زړه راښکونکې سیمه کې ولمانځئ.»
له دې وړاندې اڅکزو د نوروز نمانځنې لپاره دغه ډول ښکلې سیمه نه درلوده. دغه سیمه د انارو، زردالو، شفتالو او انګورو په باغونو پوښلې وه، چې ورته له لرو او نږدې سیمو لکه زابلستان، هلمند، کاکړستان، پشین، کوټې، قلا عبدالله، ګلستان، فراه، روزګان، او یو شمیر نورو سیمو څخه خلک د نوروز جشن راتلل. مېلې ته راغلو کسانو به په دې شنه سیمه کې خېمې درولې پسونه به یې حلالول، دیګونه به یې پخول او تر لسو ورځو پورې به یې میله کوله. ځینې څیړونکو بیا دغه موده ۴۰ ورځې هم ښودلې ده. ددې ترڅنګ به موسیقی په لوړو غږ غږېده، خلکو به مېلې کولې، کنسرتونه به کېدل او نښې به ویشتل کېدې. غېږې، پهلوانۍ، خوسی، تیږه اچول، درونه خط او نورې سیمه ییزې لوبو به په دې مېلو کې ګڼ مینه وال لرل.
له احمد شاه بابا وروستن هم نوروز جشن پښتنو افغانانو خورا جوش او خروش سره لمانځلی شوی دی. د سلطان محمد خان په دوره کې یو انګریز لیکوال الکساندر برنیس په خپل کتاب Travels into Bukhara کې ددې ذکر دی.
الکساندر برنیس چې کله د پېښور د لارې بخارا ته روان وو نو د ۱۸۲۳ پسرلی یې د افغانستان د ژمې پلازمېنه پېښور کې تیر کړی وو. دی پېښور کې د سردار سلطان محمد خان میلمه وو. په خپل کتاب کې د پېښور ښار باندې معطرې هوا، چمنونو او شفتالو په هکله خپل نظر بیانوي. په پښتونخوا کې د نوروز په اړه لیکي:
«د نوې کال په وړومبي ورځ (نوروز) د مارچ په ۲۱ نېټه کې د شبقدر څخه نږدې یوې میلمستیا ته بللی شوی وم. کوربه مې د حکمران سلطان محمد خان ورور پیرمحمدخان وو. په یو باغ کې چې د ونو ګلان غوړېدلې وو. د ګلاب او مرسل په منځ کې ښکلې ښکلې غالۍ غوړولې شوې وې، مخکې له دې څخه چې میلمانه راوسېږي ـ د ونو شاخونه څنډول شوې وو او هرې خوا ته د ښایسته ګلانو پاڼې ټیټې شوې وې. د زردالو او شفتالو ګلانو د ځمکې مخ نیولی وو. دلته سندرغاړو له رباب سره د پښتو او فارسي نغمې او بدلې ویلې، کوچنیان په لوبو بوخت وو او ډول ډول خواړه یې خوړل، له ګلانو او پاڼو سره یې مستۍ کولې.
الکساندر برنیس زیاتوي:
« زما هیڅ نۀ یادیږي چې بل چیرته دې ما دومره ښایسته ځای لیدلی وي. پېښور په دې موسم کې ښایسته دی، اقلیم ډېر په زړۀ پورې وي. باغونه او ګلونه د انسان روح تازه کوي.»
دی لیکي:
«له دې ټولو سره سره زموږ غټه نېکمرغي دا ده چې زموږ کوربانه ډېر میلمه پال او مهربان خلک وو.»
د نوروز راتګ سره به سم د هرې سیمې خلکو به ورته ځانګړی دودونه او رواجونه لرل. په ډېرو سیمو کې اوس هم پخوانې دودونه پاتې دي او رواج لري. په دې اړه ساجد اقبال داویزی لیکي:
«زما یاد شي چې کله به سپرلی راغی نو پۀ مومندو کې به خلک سېل (مېلو) له تلل, ښځو به چمبې (تمبلونه) راخیستي وو او چرته د غرۀ پۀ لمن کې به راټولې شوې او نغمې به یې ویلې، وړو جینکو به چیندرو او میرګاټي کول، ځوانانو به نښه ويشتله، پرزول به یې کول، او هلکانو به سخی او شوتی کاوۀ، د هشنغر پۀ سیمه به هم ځاې پۀ ځاې کبډیانې وې. مندڼ يوسفزي اوس هم موخه کوي.»


