دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهځينې هېوادونه دې ته لېواله دي چې د افغانستان نوی حکومت په...

ځينې هېوادونه دې ته لېواله دي چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني

ويب ډیسک

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر په تازه مرکه کې ویلي د افغانستان ځينې ګاونډي او د سیمې ځينې هېوادونه دې ته لېواله دي چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، خو په خبره یې دوی د امریکا له وېرې دا کار نه سي کولی.

کراکر وایي د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لا ډېرو هڅو او اقداماتو ته اړتیا لري او تر هغه یې چې امریکا په رسمیت و نه پېژني د سیمې یو هېواد به هم دغه ډول اقدام ترسره نه کړي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې که د سیمې هېوادونه د امریکا له خوښې پرته د افغانستان نوی حکومت په رسمیت پېژني، نو ښایي له بندیزونو سره مخ سي.

دغه پخوانی امریکايي ديپلومات داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې افغان حکومت د رسمیت پېژندل کېدو په لټه کې دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه