لیکنه: تمهید سیلاني
غوره ده چې محصلینو ته د خوشحال خان خټک هنر، لیکوالي، شاعري، فکري لید، شخصیت، کرکټر او پښتونولي په جلا جلا توګه تشریح او تدریس شي. یوه عامه مغالطه چې د خوشحال خان په اړه ترسره کېږي دا ده چې د هغه سیاسي او شخصیتي ژوند له شعر، هنر او لیکوالۍ سره په یوه تله کې تلل کېږي او ټول اړخونه یې یو شان ارزول کېږي.
خوشحال خان د کتابت، هنر، لیکوالۍ او شاعرۍ په ډګر کې یو استثنايي پښتون بلل کېدای شي؛ هغه پښتو ژبې ته داسې خدمات کړی چې تر مرګه یې احسان هېرېدی نه شي. خو د هغه سیاسي ژوند او شخصیتي اړخونه بیا هغسې نه دي لکه څنګه چې ځینې لیکوالان هغه ته د “پښتنو سالار” او “سیاسي رهبر” په څېر القاب کاروي.
خوشحال خان په سیاسي او شخصیتي لحاظ په داسې کورنۍ کې را لوی شوی و چې له پخوا راهیسې یې مغلو ته خدمات کول او د پښتنو د ځپلو او د مغلو د امپراتورۍ د خوندي ساتلو لپاره یې پښتانه وژل. ده هم د خپل وخت د سیاسي شرایطو له مخې د مغلو د خدمت په چوکاټ کې دندې ترسره کړې او د هغوی په ګټه یې له ډېرو پښتنو سره جګړې وکړې او سرونه یې ترې غوڅ کړل. خو هغه مهال چې د اورنګزېب د واکمنۍ پر مهال د سیمې سوبهدارانو د هغه پر ضد دسیسې وکړې او دی د امپراتور په امر بندي شو، د هغه په سیاسي دریځ کې بدلون راغی. اما دا ډېره ناوخته وه، او خوشحال کافي عمر تېر کړی و، حتی تر دې چې کورنۍ او زامنو یې دده خبره نه منله، نو پاتې شوه د پښتنو مشرتوب او رهبري ناشونې وه.
بله مهمه نقطه چې د خوشحال خان په سیاسي فکر کې د یادولو وړ ده، د هغه اثر «دستارنامه» دی. دا یو مهم سیاسي ـ اخلاقي اثر دی چې د مشرتابه، تدبیر او ټولنیز نظم په اړه ژور بحثونه په کې شوي دي. دا اثر د سیاسي فکر له اړخه د افلاطون له «جمهوریت» سره د مقایسې وړ ګڼل شو، ځکه دواړه د ایدیال مشرتابه او عادل نظام په باب بحث کوي. خو انتقادي لیدلوری دا پوښتنه هم راپورته کوي چې تر کومه بریده خوشحال خان هغه اصول چې په «دستارنامه» کې یې لیکلي، په خپل عملي ژوند کې پلي کړي دي.
له همدې امله، اړینه ده چې د خوشحال خان ټول شخصیت یوازې له یوې زاویې ونه څېړل شي. که موږ هغه د کرکټر، شخصیت او سیاست هغسې محصلینو ته وروپېژنو لکه څنګه چې یې شعر، فکر، هنر او لیکوالي معرفي کوو، نو دا به یوه څرګنده مغالطه وي. علمي انصاف دا ایجابوي چې د هغه ادبي عظمت او سیاسي ژوند دواړه، په جلا او انتقادي توګه وڅېړل شي، څو محصلین له مبالغې پرته متوازن قضاوت وکولی شي.


