لیکنه : ډاکټر انور داوړ
داوړ خلک د اختر په ګهيځ چای او ورسره خوږه (ميټايي) وخوري ، بیا پاکې ختې (جامې) واغوندي او د اختر لمونځ لپاره عیدګاه او جومات ته ځي او تر لمانځه وروسته هلته يو له بل سر د اختر مبارکي کوي.
او بله دا خبره، چې د اختر د مخه، په دې ژڼي او ووړکي بوخت وي چې اختر شپې ته بېلابېل توکي، لکه ازغي، خزلې، لرګي او د موټر زاړه ټايرونه راټول کړي، چې بيا د روژې پر دېرشمه یاني د اختر په شپه ورته اور ورته کړي.
دې ته داوړ خلک ميرګن وايي، چې له ډېر پخوا راهيسې دود دى او په دې وروستيو کې لږ کمزوری شوى او د ناامنيو له وجې په ټولو سيمو کې ډېر کم ترسره کېږي په ځينو کليو پورې محدود شوى دی. د ميرګن د اختر په شپه تر ټولو ډېر خوندور وي، چې کوچنۍ نجونې، جلکۍ نارې وهي، سندرې وايي او ووړکي ، هلکان بيا باروت او پټاخې چاودي، ټانګوي او ژڼي کله ناکله هوايي ډزې هم کوي. په دې شپه نجونې نکریزي هم لګوي.
بیا د اختر تر لمانځه وروسته خلک خپل خپلوانو په کورونو ګرځي د اختر مبارکي کوي، چای او خوږه خوري. داوړ د اختر ځانګړي دودیز خواړه هم تیاروي. کوچني اختر کې په څو ډوله غوښه پخوي، مۍ وریژې او ترخې وریژې تر ټولو مشهور خوراکونه دي. دا ځانګړي خوراک د اختر په ورځو کې وي او د شپې پرمهال بیا عادي خواړه تیارېږي.
ځینې خلک مړیستون ته ځي خپلو مړو ته د مغفرت دعاګانې کوي.
بيا ماشومان د اختر په سهار نوي کالي اغوندي، د کورنۍ د مشر، پلار او نيکه له لوري ورته د اختر په نوم پيسې ورکوي، چې خلک ورته اختري یا عيدي وايي او بيا دغه ماشومان مور پلار سره د خپل خپلوانو په کورونو ګرځي او د کورونو واله هګۍ او پيسې ورکوي. ماشومان د اختر په پیسو باندې هګۍ ، پټاخې او د لوبو سامانونه اخلي.
ژڼي به هم تلل بنو، ميرعلي او میرامشا بازارونو ته هلته به ژڼیو هګۍ جنګولی خو اوس د ناامنيو له وجې دا دود تر کليو پورې محدود شوی دی. خلک په کلیو کې هګۍ جنګوي. اوس خلک رزمک ، شوال او مکين ته په چکر هم درومي.
له دغو دودونو سره اختر زمونږ په سيمه کې کوچنۍ اختر درې ورځې او لوی اختر څلور ورځې لمانځل کېږي او ورسره په مجلسونو، ملي اتڼونو او د يو شمېر نورو مېلو په ترسره کولو سره لمانځل کېږي. خو ډېر دودونه او مېلې د حالاتو له وجې زیانمن شوې دي.


