عربي هېوادونو له ايران څخه غوښتي چې ژر تر ژره بريدونه ودروي

0
121

ویب ډیسک

عربي هېوادونو د چهارشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې وروسته يو ګډ اعلاميه خپره کړه چې پکې د ايران د بريدونو غندنه شوې ده.

د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې په دې مهمه غونډه کې د بحرين، کوېت، لبنان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د سيمې د نورو هېوادونو استازي هم حاضر وو.

په ګډه اعلاميه کې د ايران د “قصدي ترسره شويو بريدونو” غندنه شوې ده. عربي هېوادونو ويلي چې ايران د استوګنې سيمې، ملکي بنسټونه او ديپلوماتيک مرکزونه په نښه کړي، چې دا هېڅ ډول د منلو وړ عمل نه دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې عربي هېوادونه هم د ځان د دفاع حق لري.

عربي هېوادونو له ايران څخه غوښتي چې ژر تر ژره بريدونه ودروي، نړيوال قوانين او د ښه ګاونډيتوب اصول مراعت کړي او د هرمز تنګي د تړلو او د خطرونو د رامنځته کولو له هڅو څخه لاس واخلي.

په اعلاميه کې د اسرائيلو له لوري پر لبنان بريدونه او “په سيمه کې پراختيا غوښتونکې تګلاره” هم غندل شوې ده.