دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاسپورت ادارې اعلان کړی، له دې وروسته له ۱۵ کلنۍ پورته...

د پاسپورت ادارې اعلان کړی، له دې وروسته له ۱۵ کلنۍ پورته کسانو ته لس کلن پاسپورت ورکوي.

ويب ډیسک

د طالبانو د حکومت پاسپورت ادارې اعلان کړی، له دې وروسته له ۱۵ کلنۍ پورته کسانو ته لس کلن پاسپورت ورکوي.

د دغه ادارې چارواکي وايي یوازې هغو کسانو ته پنځه کلن پاسپورتونه ورکول کیږي چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ ښکته دي.
د پاسپورت اداره زیاتوي، دا پرېکړه یې خلکو ته د آسانتیا برابرولو او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه کړې ده.

د پاسپورت اخیستو لپاره نوم لیکنه له څو میاشتیني ځنډ وروسته لس ورځې وړاندې بیا پیل شوه چې لا هم پکې ځنډ زیات دی او له تخنیکي ستونزو سره مخ ده.
پر افغانستان د طالبانو له ولکي وروسته پاسپورت لپاره د خلکو غوښتنې ډېرې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه