دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد طالبانو حکومت په سويډن کې د ځينو کسانو لخوا د قران...

د طالبانو حکومت په سويډن کې د ځينو کسانو لخوا د قران کریم سوځولو پېښه غندلې

ویب ډیسک

د طالبانو حکومت په سويډن کې د ځينو کسانو لخوا د قران کریم سوځولو پېښه غندلې او د یاد هیواد له حکومت څخه یې غوښتې چې د دغه پېښې عاملین مجازات کړي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه نن دوشنبه په خپره شوې اعلامیه کې د سویډن له حکومت څخه همدارنګه غوښتل شوي چې راتلوونکې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو «جدي» مخنیوی وکړي.

بیان زیاتوي که چیري بیا ورته عمل تکرار شي په ټولې نړۍ کې به د مسلمانانو احساسات را وپاریږي چې په خبره یې پایلې به یې د نړۍ لپاره ښه نوي.

د سویډن پولیس وایي د “سترام کارس” په نامه د ښي اړخې ډلې له لورې د قرآن د یوې نسخې د سوځولو طرحه د تاوتریخوالي ډکو نښتو او متقابلو مظاهرو سبب شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه