دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمیاخېل وايي: ا،ا،ا ځکه د دې غونډې مخالفت کوي، چې د...

میاخېل وايي: ا،ا،ا ځکه د دې غونډې مخالفت کوي، چې د خپلې ډلې په خیر یې نه بولي.

ویب ډیسک

د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون پخوانی رئيس محمد اسماعيل مياخېل وايي، د دوحې غونډه مهمه ده، خو له ګډونه د ت.البانو ډډه چې تر اوسه یې دوه لاسي له نړیوالو سره د تعامل لمن غوړوله، پوښتنې راپورته کوي.

ښاغلي میاخېل ویلي، ت.البان ځکه د دې غونډې مخالفت کوي، چې د خپلې ډلې په خیر یې نه بولي.

نوموړي په خپلې اېکس پاڼې ليکلي، ت.البانو د خپل نه ګډون يوه پلمه د ملګرو ملتونو د بل استازي له ټاکلو سره مخالفت بللی، خو د هغه په وينا، ت.البان وېره لري، چې که دغه استازې وټاکل شي د سیاسي مخالینو لپاره به یو آدرس پیدا شي.

محمد اسماعيل مياخېل د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د فعاليتونو مخينې ته په اشارې سره ويلي، که څه هم افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې د م.م نیمګړتیاوې او ناکارۍ ډېرې وې، خو په اوسني حالت کې دغه غونډه او استازی یو فرصت کېدلای شي.

هغه د وړانديز په بڼه يادونه کړې، چې د ت.البانو په شمول نن ټول مسؤل یؤ، چې د افغانستان بشري او سیاسي ناورین د له منځه وړلو لپاره سره لاسونه یو کړو او په وينا يې ت.البان په دې پرېکون سره ځان او افغانستان نور هم منزوي کوي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه