یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجلالي وايي :د دوحې نړیواله ناسته کې ا،ا،ا نه ګډون به دوی...

جلالي وايي :د دوحې نړیواله ناسته کې ا،ا،ا نه ګډون به دوی نور هم منزوي کړي.

ویب ډیسک

د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، چې د افغانستان په اړه د دوحې نړیواله ناسته کې د ت.البانو نه ګډون به دوی نور هم منزوي کړي.

ښاغلي جلالي پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي، دا چې ت.البان د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي، دا کړنه يې د مخالفو حرکتونو قانوني حيثيت پياوړي کوي.

د ت.البانو د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې د دوی د غوښتنو د نه پام نيولو له کبله د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي.

تمه ده، چې د افغانستان په تړاو د دوحې نړیواله ناسته نن او سبا د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب د قطر پلازمېنه کې ترسره شي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه