ليکوال : روزي خان ايثار
په انساني تهذيبي تاريخ کښې د ډبري له دور څخه را نیولې بيا تر اوسني فوسټ ماډرنټي پوري فقط يو تصادم د اشرف المخلوقات د دوو طبقو تر منځ را روان دی چي يو اړخ ته عدل، عادل او بل اړخ ته جبر او جابر دی.
يو اړخ ته امن، مينه او بل اړخ ته جنګ او نفرت دی، يو اړخ ته ازادۍ، خوشحالۍ او مساوات دی بل اړخ ته غلامي،بد حالي او طبقات دي
د دې ټولو کېفياتو بنيادي مرکز انسان دی ، يعني دغه واړه حالتونه د قدرت د شاهکار تخليق پر وجود او فکر باندي تېريږي .
د تصادم په دې سفر کښې انسان ډېر اوږد سفر راکړی دی، د دې اوږدې لاري د مسافرو هغه درناک او وهشي مناظر لیدلي دي چي د انسان پر وجود له تېرې ډبري ونيسې بيا تر خطرناک زهرو پوري د هر څه استعمال شوی دی
دا خو له تاريخ سره جبر دی چي تاريخ له حضرت موسی څخه شروع کېږي، او له انسان سره مذهبونو ښه کړي دي چي په څومره اسانه توګه حضرت ادم ته دومره لوړ مقام ورکول شوی دی.
په انساني بشري تاريخ کښې که د انسان د جنياتي خصوصياتو او نفسياتو مطابق د بشر د ارتقا سمه انځور ګري وشي نو شاهد بيا له موږ سره نور مخلوقات پر دې لفظ اشرف المخلوقات باندي بيرته شخړه پېل کړي
خو په بشري تاريخ کښې که له لرغوني دور څخه د جنګ او امن، عدل او ظلم تر منځ شخړه روانه ده خو د انسان پر فطرت اوس د هغه نظر او فکر لرونکو انسانانو زيات اثر شوی دی کمو خلګو چي په انساني ټولنه کښې، ازادي،امن،مينه،برابري او انسانيت غوښتلو، هم دغه وجه ده چي نن موږ او تاسو هم دلته ديو هغه فکر لرونکي انسان په ياد کښې سره غونډ يو چي په وجودي بڼه خو زموږ په منځ کښې نسته خو فکري څراغ يې موږ او تاسو ټولو ته رڼا راکوی
د شالکوټ او اپوزي تر منځ د سنز خېلو په ښار سيف الله کله کښې د لوی سړک له غاړي سره دشمال لور ته د مړو له ادرې څخه لږ لوړ د ژوندي سړي يو يکړ قبر دی ، چي پر مقبره يې اوس هم هغه يو پېغام ليکلی دی کم پېغام چي اوس د يو محکوم قام تر ټولو ستر اميد دی معنا قامي ازادي، په دغه قبر کښې د پښتو ژبي استاد ، د مترقيانو ملګری، د تاتۍ مشر زوي، ابراهيم او د ټولو محکومو پښتنو ملي باغي شهيد ارمان لوڼی پروت دی، چي د خپل قام د آزادۍ له پاره يې خپله مغروره ککرۍ د پښتنې خاوري په غوزي کښې ايښی ده، که ستاسو دا خيال وي چي ارمان لوڼی مړ دی او نسته، نو زه به مو دوني خبر کړم چي هغه شهيد دی او ژوندی دی او زه بې ثابته کړم چي څنګه مړي ژوندي وي او ژوندي مړه وي ،
دا مرګ نه ؤ چي د ارمان يې د مړو ملګری کړو، بلکه د يو مقصد ؤ چي د ارمان له نامه سره اوس شهيد ليکل کيږي ،
زه ارمان ته ځکه شهيد او ژوندی وايم چي د پروفيسر ارمان لوڼی د ژوند مقصد دقامي ازادۍ نظريه وه، نو په انساني تاريخ کښې تر اوسه لا داسي بارود او مزايل نه دي پيدا شوي چي نظريه دې مړه کړي،
که موږ چرته ملي شهيد ارمان لوڼی د انساني اقدارو په تاله کښې وتلو نو زه فکر نه کوم چي هغه دي زره هم کم شي هغه ځکه چي په انساني فطرت کښې چي د قربانۍ څومره هم پيمانه ده ملي شهيد ارمان لوڼی په هغه پيمانه رپڼی دی، ولي چي يو انسان شاهد تر دې بله کمه لويه قرباني نه شي ور کولای چي د خپل قام او وطن د خپلواکۍ په خاطر خپل ځان قربان کړي.
زه که چرتغ هڅه وکړم چي د ارمان لوڼي د دې لويي قربانۍ په خاطر ، د دې ملي شهيد ريشته په انساني بشري تاريخ کښې له نورو هغو انسانانو سره وتړم کمو چي د انساني اجتماعي ګټو په خاطر خپلې شخصي قربانۍ ور کړې دي، نو زه به تر ډېرو خلګو را تېر شم او د ځينو خلګو د مشترک خصوصياتو له کبله به د ارمان صېب د شخصيت په هکله به لومړی د محمد اسماعيل دغه د جبر په ګزار وهل شوی زوی د محمد اسماعيل د نمرودي اور سوځلي پلار محمد ابراهيم سره وټړم، ظلم او جبر له تاريخه تر اوسه فقط د زمان او مکان په شکل بدل شوی دی خو فطرت او اثر يې يو دی.
هرمېن هېس، په خپل ناول سيدارت کښې د بودا درې خصوصيات داسي بيانوي ، هغه وايي چي زه سوچ کولای شم، انتظار کولای شم او وږی کښې ناستلی شم، ما په ملي شهيد ارمان لوڼي کښې دغه درې خصوصيات ډېر واضع ليدلی وو.
تامس فېن په خپل کتاب کامن سيسن کښې وايي چيري چي ازادي نشته هغه زما وطن دی، او د ازادۍ تر اخيري منزله به سفر کوم که په دې لاره کښې زما وينه هم وچه شي خو درېږم بنه، د پښتنو دې باغي شهيد هم دغه خبره په خپل سياسي مباريزه ثابته کړله،
پروفيسر طوفېل په خپل کتاب يرغمال رياست کښې د انساني غلامۍ د تاريخ په باب کښې چي د يونان د غلامانو د هېرو سپارټېکس کم خصوصيات او قرباني بيان کړېده هم هغه لاره د محکوم پښتون قام دې سپارټېکس خپله کړي وه، د قامي اجتماعي ګټو په خاطر چي څوني ارمان لوڼی پوهېدلو او د دې د حاصلولو په خاطر چي يې څومره په ورين تندي خپل مرګ قبول کړلو شاهد دومره په خوشحالۍ سره سقراط د حق غوښتلو او ويلو په خاطر د زهرو پياله څښلې وي،د پښتون قام د قامي حافظې په بیداری کښې چي څوني د ملي شهيد ارمان لوڼی سياسي مبارزې او شهادت خوځښت پيدا کړ شاهد د تور پوستو د رهبرانو لکه ابراهيم لنکن او نېل سن منډيلا سياسي اوږد مهاله مبارزې دومره کار کړي وي ، خو زه شاهد اوس هم دا ؤ وايم چي زموږ مړ ارمان نه بلکه ژوندی ارمان په کار ؤ، ولي چي ژوندي ارمان دغه قام را ويښولی شو، خو ژوندی قام د شهيد ارمان پر فکر خبره هم نه کوي.
ما دي اوږدې لاري څارلې
زه دي په لنډو لارو څه خبرومه
ولې چي پر ژوندي ارمان ويده قام را ټولېدلو خو ژوندی قام د شهيد ارمان پر فکر نه شو را ټول.
نه رازې عمرونه وسول
ستا پر پلو بوټي را شنه سول
ولي چي ژوندي ارمان قامي سياست له قامي محکوميت سره تړلی ؤ او د سياست په وسيله يې قامي محکوميت په قامي خپلواکۍ بدلولی شو، خو په ژوندي قام کښې ورځ تر بلې د قامي سياست ارځښت ختم کيږي.
د پښتنو دا باغي شهيد نه يوازې دسياسي مبارزې له لاري د خپل محکوم قام فکر را پارولو بلکه هغه د خپلي شاعرۍ، نثر، نطم او غزل له لاري هم د پښتنو په نفسياتو کښې هغه احساس پيدا کولو کم احساس چي د محکومو قامونو له پاره لازمي وي، دا چې د کالونايزيشن له دورې څخه بيا تر مابعد کالونايزيشن يا نيو کالونايزيشن پورې د پښتون قام قامي اقدار په څنګه طريقه له منځه ولاړو، هغه ټول عناصر چي زموږ د قامي وحدت بنيادونه ول له موږ څخه ورک کړل شول، د استعماري نظام د تقويت او زموږ د کمزورۍ له پاره پوره رياستي مشنري، مېډيا، تېټر، اخبار، کتابونه، او تعليمي نظام استعمال شو، په داسي وخت کښې چي د علم غوندې مقدس عمل هم ديو قام د محکوميت سبب جوړ شو هم په دې وخت کښې ملي شهيد ارمان لوڼي هم لکه د پالو پائرې د کتاب پيډاګوجي آف دي آفريسډ غوندي د خپل قام دقامي حفيظې د بيدارۍ خبره د خپل قام د تهزيب،تاريخ، ادب ،سياست او پر مخ تګ خبره د خپلې ژبي په وسيله تر قام پوري ورسوله، که يو اړخ ته د پښتنو ثقافت، ژبه، اولسي دود د جديدت د دروغژنې مفکورې په زور له منځ تلو روان دی، خو بل اړخ ته د تاتۍ دغه ساده کليوال زيرک زوی ارمان لوڼي په خپل علمي فکر او سياسي ادبي ژبه سره د پښتنو کليوال دستور په خپله شاعري او نثر کښې و خپل قام ته په ډېر شاهکار انداز سره وښودلو، هغه د پښتنو د کليوالو سيمو پر هر دود ډېر پر سائنسي بنيادونو خپل فکري تاثرات درلود، د خان شهيد د دې فکري اولاد په تخليق کښې ته به تاسو ته نه يوازي د مزاحمت،قامي انقلاب او فکري بيدارۍ انځور ګري وشي بلکه هغه په خپله ټولنه کښې د ميني، امن، ورورۍ، او صنفي برابرۍ خبره هم ډېره په وياړ کړېده،
د باچاخان د مفکورې ملګری ارمان لوڼی په ډېره ساده ژبه کښې يو لوی زهن او زيرک انسان ؤ، هغه يو intilectual ؤ خو شاهد يو سر کاري او سامراجي فکر خرڅونکي انټلکچول نه بلکه د مشهور سوشلسټ ليکوال ګرامچي د هغه انټلکچول په شان پوهاند و چي د خپل قامي قضيې له پاره خپل فکري هلې ځلې کولې.
ملي شهيد ارمان لوڼی پوهېدلو چي د پښتون قام قامي حفظه له منځه تللي ده نو ځکه بې هر وخت په هر محفل کښې په ډېر ساده انداز لکه عبدالرحيم مندوخېل د پښتنو د ورک شوي تهذيب خبره کوله،
ملي شهيد ارمان لوڼی د پښتون جغرافيې يو سپېڅلی اولاد ؤ هغه په خپل فکر او عمل کښې ډېر ريښتني ؤ، په ويشتمه صدۍ کښې يې هر وخت و پښتنو د لوی احمد شاهی جغرافيې خبره کوله، هم د دې خبري په بدل کښې يې لکه منصور و دار ته تر آخري لهزې لوړي سترګي ولاړ ؤ.
دا چي د قام پالنې په لرغوني اصطلاح کښې يا په جديد نشنلزم کښې د يو قام له پاره خپل قامي رياست بنيادي عنصر دی، هم د دې قامي خپلواکۍ له پاره د پښتنو د نوي مزاحمتي تحريک او د منظور پښتون ملګري ارمان لوڼی خپلي هلې ځلې کولې ، دا جديد استعماري مفکوره وه چي پښتانه يې په دې نعره خطا کړي ول چي دا د اسلام قلعه ده، خو د پښتون ارمان لوڼی ؤ چي د پښتنو له پاره يې خپل جدا قامي رياست او قامي شناخت غوښتلو،دا دغه د فوسټ کالونيلزم پر مفکوره ولاړ سامراجي رياست ؤ چي د پښتنو ژبه، ثقافت او تاريخ يې مسخ کړی و، خو دا استاد ارمان لوڼی ؤ چي هر وخت يې د خپلي ژبي، کلتور او قامي لرغوني تاريخ خبره کوله، د يو اديب او سياست وال هم دغه کار وي ، او دا هغه مشکل کار دی چي يو جنګي سپه سالار يې نه شي کولای .
که ستاسو په زهن کښې دا پوښتنه رازي چي ارمان لوڼی ولي شهيد کړل شو، او د دې په ځواب کښې يې سبب تاسو ته د قامي خپلواکۍ له غوښتنې کم بل څه ښکاري نو بيا شاهد تاسو غلط ياست،
موږ دلته ناست خلګ بايد په دې پو شو چي موږ غلامان يو، او دا وخت د يو غلام قام په حېث د خپل هغه يو اتل فکر ژوندای ساتو کم چي زموږ د قامي غلامۍ د خاتمې په خاطر د وخت له استعمار سره ډېر په شعوري انداز وجنګېدلو، ملي شهيد ارمان لوڼی پوهېدلو چي هغه ديو محکوم قام يو فرد دی او د خپل قام د محکوميت د ختم کولو له پاره يې خپله مبارزه کوله.
دقامي ګټو په خاطر شهيدان هغه طبقه وي چي د خپلې خاورې په درد پوهېږي، زموږ په طبعي حالاتو کښې زموږ هر هغه څه دبل تر تسلط لاندي دي کم څه چي ديو قام غرور ګڼل کيږي،ماته د يو فرانسوي ليکوال الفنس ډوډيټ يوه لنډه کيسه The Last lessonآخري سبق راياد شو چي کله جرمني د فرانس هغه جغرافيه قبظه کړله په کمه کښې چي فرانسويان اوسېدل نو، هلته يو فرانسوای اوستاد و خپلو شاګردانو ته وايي چي که غلام قام خپله ژبه زده وي په ليکل او ويل نو پو شه چی د قيد خانې چابۍ يې په لاس کښې دي .
زه چي کله چي د پښتون قام د شهيدانو په هکله سوچ کوم نو داسي تصور کوم چي خاوره واقعي هم مور ده، او د مور په غېږ کښې فقط نازولی او صالح اولاد خوب کولای شي، که څه هم ژوند ډېر خوږ دی،خو د وطن او قام د خپلواکۍ په مقابل کښې بيا شاهد دوني ارځښت ونه لري، نه خو ارمان شهيد زموږ اولنی شهيد دی او نه آخرنی، خو د کم مقصد په خاطر چي ارمان لوڼی خپل ژوند قربان کړ دا شاهد په پښتون قامي تاريخ کښې داسي ځای لري لکه په اسلامي تاریخ کښې امام حسېن،
هغه انسان چي دا پر منځ پرې شوی قام سره پيوست کولو او ورته معلوم هم ؤ چي په دې پيوستون کښې به د ده وجود لکه يو املون ختم کيږي ولي چي هغه په خپله شاعري کښې هم ويلي ؤ
لالا زما د بچو غم به خورې کنه راغلمه
زم پرې کوم دا ازغن تار ما احتجاج کړی دی
خو بيا يې هم د قامي وحدت د دې مفکورې د ژوندانه له پاره د خپل سر هيڅ پروا ونه کړله ,
که تاسو لږ فکر وکړی چي د ځينو انسانانو د ژوند شان او مرتبه فقت په انساني رګو کښې د ويني په حرکت سره نه وي، که داسي وای نو د ارمان په وجود کښې خو وينه اوس تېر څلور کاله کيږي چي درې دلې ده، يا که موږ چيري د لرغوني سوميري تهزيب برخه وای نو موږ به شاهد ويل چي د ارمان روح ژوندای دی، خو ارمان به تل ژوندی وي، نه خو د ارمان شاته کمه مورثي سياسي کمبله شته چي ارمان د خلکو په فکرونو کښې وساتي، خو ارمان به ژوندی وي،
ارمان به ژوندی وي ولي چي ارمان له خپلې پښتنې مور پښتنې خاوري سره وفا کړېده، ارمان چي پر خاوره ګرځيدو نو خاوره يې ژوندۍ ساتله اوس چي تر خاوره لاندي شو اوس به پښتنه خاوره دی ژوندای ساتي،ارمان به خپل کردار ژوندی ساتي، ولي چي ارمان د بشري تاريخ د هغو انسانانو په قطار کښې ولاړ دی کم چي په مقدار لږ خو په معيار پوره دي، کم چي په انساني پېړۍ کښې لږ راغلي دي خو له پېړيو پېړيو ژوندي دي، او تل به ژوندي وي ،نو ځکه خو شاعر وايي چي ارمان لکه شهيد د مرګ له قيد ځخه ازاد دی
ارمان لکه سپېڅلی بغاوت خلګو ته ياد دی
د لوی احمد شاه د جغرافيې غوښتونکی به د پښتون قام تر خپلواکۍ له مخه د دې فکر د پر مخ وړلو په معنی ژوندای وي او له خپلواکۍ ورسته به د دې فکر د قافلې د ملګرو په قطار کښې ژوندی وي، دغه باغي شهيد به په وجود نه بلکه په فکر د پښتون قام په منځ کښې د اسرافيل تر شپېلۍ ژوندای وي


