ويب ډیسک
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ د عباس ستانکزي د خبرو په ځواب کې ویلي؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اړه “ټولې ادعاوې خود غرضه او دروغجنې دي” او په وینا یې چې “دا یو واقعیت دی او هیڅوک تاریخ، جغرافیه او نړۍوال قوانین نه شي بدلولی.”
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې خبرپاڼې کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې “په امنیتي برخې کې دې د دوی رښتیني غوښتنو ته ځواب ووايي او نه دا چې په داسې خبرو د خلکو پام په بله نه واړوي.”
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پرون (جمعه) په لوګر کې یوې غونډې ته ویلي و چې د ډېورېنډ فرضي کرښه به هېڅکله د افغانستان له لوري په رسمیت ونه پېژني او هاخوا خاوره د اوسني افغانستان نیم وجود دی.


