دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍبشارالاسد:له سوریې وتل یې پلان شوي نه وو او په ناڅاپي ډول...

بشارالاسد:له سوریې وتل یې پلان شوي نه وو او په ناڅاپي ډول له یوه پوځي مرکز څخه روسیې ته انتقال شوی دی.

ويب ډيسک

د سوریې بېواکه شوي ولسمشر بشرالاسد روسیې ته له تللو وروسته په لومړي پيغام کې ویلي چې له سوریې وتل یې پلان شوي نه وو او په ناڅاپي ډول له یوه پوځي مرکز څخه روسیې ته انتقال شوی دی.

نوموړي د سوریې پرېښودل د مخالفو جنګیالو د هجوم او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په مقابل کې یو «اړین اقدام» بللی دی.

د سوریې د ولسمشرۍ په ټيلیګرام کې خپره شوې اعلامیه زیاتوي د بشرالاسد د هیواد پرېښودو په اړه ناسم روایتونه او بېلابېلې معلومات خپاره شوي چې له حقیقته لرې دي او په وینا یې هدف یې دا دی چې نړیواله ترهګري د آزادي بښونکي ځواک په توګه وښول شي.

نوموړي ویلي د دسمبر په ۸مه نېټه چې کله مخالف ځواکونه دمشق ته نږدې شو، هغه له پلازمېنې ووت او په لاذقیه کې د حمیمیم پوځي مرکز ته لاړ، خو له هغه ځایه یې جګړه څارله.

د هغه په وینا، په دې ټوله موده کې یې نه د واک پرېښودو او نه د پناه اخیستو غوښتنه کړې او نه د کوم لوري له خوا داسې وړاندیز شو وی او په وینا یې یوازینۍ لاره د ترهګرو سره د مبارزې دوام و.

بشرالاسد زیاته کړې چې اوسمهال په روسیه کې دی خو له سوریې سره یې تړلی ژور احساس نه ماتېدونکی دی.

پر سوریې د باغي وسله والو له واکمنۍ وروسته بشر الاسد له خپلې کورنۍ سره روسیه ته پناه وړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه