دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعلي امين ګنډاپور: مرکزي حکومت راته د افغانستان سره د مذاکراتو ويلي

علي امين ګنډاپور: مرکزي حکومت راته د افغانستان سره د مذاکراتو ويلي

ويب ډيسک

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، لومړی مرکزي حکومت د افغانستان سره “د مذاکراتو په خبره نه راضي کېدو، نو ما بيا مجبورا د صوبې په حېث وويل چې د هغو سره خبره کوم، ځکه مسله زما صوبې ته ده”.

پرون په 15م دسمبر پېښور کې مطبوعاتو سره خبرو کې ګنډاپور وويل، “اوس راته مرکزي حکومت د [افغانستان] سره د خبرو کولو ويلي دي، چې د دوی سره خبرې وکړو ځکه د خبرو نه بغېر مسله نه شي حل کېدی، خو اوس هم د مرکز لخوا سنجيدګي نه ښکاري، يواځې په خبرو نه کیږي، څو پورې چې عملي اقدامات وي اخستل شوي”.

هغه وويل، “زه په خپله خبره اوس قايم يم، د افغانستان سره د مذاکراتو نه بغېر نه دا مسله نه شي حل کېدی، امن نه شو قايمولی، ځکه د افغانستان سره زمونږ اوږده پوله ده، بل د هغو سره زمونږ د تجارت لارې بنديږي”.

ګنډاپور زياته کړه، “مرکز ته مې ويلي اوس پرې هغوی کار کوي خو په قلاره یې کوي، کنه د صوبې په حېث به مونږ خبره کوو”.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه