دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيسوریا (شام) د بشارالاسد نه پس کوم اړخ ته روانه ده؟

سوریا (شام) د بشارالاسد نه پس کوم اړخ ته روانه ده؟

ليکنه:لومړې ټوک(یاسر علي باچا، برېتانیه)

هر کله چې هم زلزله راځي نو د زلزلې د راتللو نه مخکښې ډېر وخت مخکښې په زمکه کښې دننه ډېر غټ مواد یعني اتش فشاں جوړیږي چې وروستو د دغه عمل نه پس یو زبردست ارتعاش یعني زلزله رابرسېره شي چې په زمکه موجود روان ټول نظام او انتظام د مېنځ نه یوسي او په نتیجه کښې یو ډېره لویه بربادي راولي، د دغه مثال پشکل کوم وګورو نو انسان جوړ شوې سیاسي نظام او یا د حکومت روان نظامونه هم د یو سیاسي زلزلې په نتیجه کښې کله کله د مېنځ نه لاړ شي ، خو دا هر څه هم د دغه زلزلې په رنګ په موجوده نظام کښې دومره زر نشي راتللې ولې چې هر وخت یو څیز ختمېدل دومره اسان نه وي او نه په یو خاص څیز یو شے ختمېدلې شي، بلکه په مجموعي کښې ټول عناصر چې رایوځاې شي نو د یو څیز په ختمېدو سر ته رسي.

د سوریا هېواد او بشارالاسد او د هغه پلار حافظ الاسد سیاسي واک او حکومت د چا نه پټ نه دې، د الاسد خاندان د تېرو پینځو شپږو لسیزو راهسې د سوریا دمشق په تخت حکومت کړې دې، سوریا د عرب هېوادونو نه تر ټولو لوې هېواد دې، دا سوریا دا وخت د خپل سیاسي تاریخ د داسې یو غېر یقیني صورتحال سره مخ ده چې څوک هم ورباندې نه پوهیږي چې سوریان څه غواړي، سوریان د تېرو دوو لسیزو نه د اندروني او بېروني جنګونو له عمله په مکمله توګه تباه یا په بله معنا بېخ وتلې منظر پېش کوي، سوریان چې څومره د مخونو او شکلونو نه حسین او ښکلي دي نو د هیچا ورباندې جنګونه او مرګونه پېرزو نشي، سوریان محنت کشه، دنګ لوړ، نر ښځې حسین او جمال لري، خو د هېواد موجوده جغرافیائي سیاسي پوزیشن داسې یو حالت ته رسولې دې چې ټول د خپل هېواد نه د جنګونو په نتیجه کښې در پدر او خاورې په سر شول، دا وخت د په لکونو سوریان په ترکیه او نور عرب هېوادونو کښې د مهاجرت شپې ورځې سبا کوي، حتا د یورپ او افریقائي هېوادونه هم د سوریانو نه ډک شول.

سوریا ډېر خطرناک ګاؤنډیان لري چې یو اړخ ته ترکیان دي نو بل اړخ ته اسرائیل دې، د دومره خطرناکو ګاؤنډیانو سره ژوند څه اسان کار نه دې، د داسې ګاؤنډیانو سره ژوند کول د وسپنې نینې چیچل دي.

که چېرته تاسو په یو فلم کېمره کښې د سمندر بحر دننه ننداره وکړې نو خپله پوهیږې چې دننه سمندر کښې د وړو مهیانو کبانو ژوند کول څومره ګران کار دې، ولې چې دغه واړه مهیان کبان د دغه غټ دیوهېکل مهیانو نه کله یو اړخ ته تختي او کله بل اړخ ته او دغه غټ دیوهېکل مهیانو ورته خولې وازې کړې وي، ولې چې غټ مهیان واړه مهیان خوري، نو هم دغه رنګه واړه هېوادونه د غټ خطرناک هېوادونو په نرغه کښې اکثره راګېر شي ، دغه کار سوریانو سره هم وشولو، امریکه، اروپائي هېوادونو په لومړي وار د حملو پشکل را ایساره کړله خو ولې چې د روسانو ماسکو د راتګ سره دغه ملکونه په تېښته مجبوره شول نو اوس ورباندې د یو سیاسې حملې پشکل وار وکړو چې دغه دې تاسو ټولو ولیدل چې مسلح او جنګسالاران په ښارونو حمله آور شول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه