ويب ډيسک
سپېن وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د پراخو او دوامداره سرغړونو د ختمولو لپاره د انصاف نړیوال عدالت ته د طالبانو حاضرول ضروري دي او وایي د دې لپاره د یو شمېر هیوادونو د ترسره شویو اقداماتو ملاتړ کوي.
د سپېن د بهرنیو چارو وزارت د دسمبر په 13مه په یوه اعلامیه کې لیکلي، د یورپي اتحاد او همکارۍ لپاره ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر خوزه مېنویل الواریس په مېډرید کې کانفرنس ته ویلي، هیواد یې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو خوندیتوب او ملاتړ ته ژمن دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو د معافیت ختمولو او د ترسره شویو جرمونو خلاف له هغوی سره حساب وشي.
ښاغلي مېنویل الواریس ویلي سپېن دا ګڼي چې نړیوال عدالت ته د طالبانو حساب ورکول په افغانستان کې د پراخو او د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو د پای ته رسیدلو لپاره ضروري دي.
د سپېن د بهرنیو چارو وزیر ویلي، سپېن له البانیا، چیلي، فینلېنډ، لګزمبرګ او مراکش سره یو ځای د طالبانو خلاف د حساب ورکولو د اقدام ملاتړ کړی او وایي د اسټرېلیا، کېنېډا، جرمني او د هالېنډ شاهي حکومت په دې اړه په رسمي ډول عملي ګامونه پورته کړي دي:


