لیکنه : مولانا بسمل
عارف: انسان مین ښه دی اوکه داسې ښه دی چې مین نه وي؟
سعادت: که دپوښتنې بڼه بدله کړو او داسې ووایو څنګه دې خوښه ده؟ ځينې انسانان داسې وي لکه کاهو نه خوږ وي او نه تریخ، ځينې بیا ډېر مینه ناک وي، په دې دواړو کې کوم یوښه دی.
عارف: لکسې له جوابه د تېښتې لاره پیداکوې؟
سعادت: ترپایه غوږ ونیسه که دې پوښتنه جواب نشوه هغه سات هغه مسلات.
عارف: خوښه مې ده مهرباني وکړئ!
سعادت: ډېره مینه که کم عقلي نه ده خو صورت یې د کم عقلۍ دی.
عارف: هغه څنګه؟
سعادت: مینه ناک خلک ډېر سپېڅلي دي، له بد و څخه یې سترګې ړندې وي یواځې ښه ویني. مینه ناک خلک ډېر عاطفي وي، ځکه ډېر تېر ووځي هم.څوک چې فطرتا ډېر مینه ناک وي هغه له هرچا سره مینه کوي، خو په دینا کې ډېر داسې کسان شته چې په سنت سلام هم نه ارزي د شاعر خبره :
هسې اخلاص هم دلته نه و پکار
ته ماته ګوره عاشقي مې وکړه
بله خبره داده څوک چې د چا په کیسه کې نه وي او بلا پسې وي، هغه نسبتا خوشحاله ژوند لري خو مینه ناک انسان داسې نشي کولای. مینه ناک انسان په وړه خبره خفه کیږي ژوند یې له ګیلو او ماڼو ډک وي، دی داسې فکر کوي چې هرڅوک زما په څېر دي.
عارف: هغه دی مولوی صیب شمس الحق هم راغی، دی د ملایي ترڅنګ صوفي هم دی تصوف او اروا پوهنه ډېر سره نزدې دي کېدای شي نوې ترې واورو.
سعادت: مولوی صیب ستړی مشې ! دا د چایو پیاله درواخله تر اوسه مې غوړپ نه دی ترې کړی.
عارف: که دې غوړپ هم کړی وي ستونزه نشته، د مسلمان پس خورده شفاده نبي علیه السلام فرمايلي: سؤ رالمؤمنین شفاء
مولوی صیب: چاي به وڅښم خو داحدیث ضعیف دی.
سعادت: اختلاف که څه هم ستاسو دنده ده خو نن ماو اوعارف د پینجشنبې له ماسپښنه سوء استفاده وکړه او په یوه مسئله کې مو اختلاف وکړ توکل په الله. پوهېږم زموږ خبرې دې اورېدلي ځکه چې د دروازې سره ولاړوي، اوس به د بحث پړی تاته در وسپارو ته څه پکې وایې؟
مولوی صیب: زه وایم چې نه ډېره مینه ښه ده او نه بې مینې کېدل، له افراط او تفریطه اخوا د اعتدال دنیا ډېره ښکلې ده.
عارف: کاروان صیب خو وايي:
منم په هر څه کې احتیاط منمه
مګر په مینه کې افراط منمه
سعادت: څوک چې په مینه کې افراط کوي نوش جان یې، خو یوه ورځ به داسې هم راځي چې دخپلې معشوقې پښوته د ګل پاڼې په ځای خپل روح ږدې خو دا به بیاهم کبر کوي، کاروان په یوه بیت کې وايي:
د روح د ګلو پاڼه مې په پښو کې ورته کېښوه
وې زه خو ملکه یمه زه شات نه ورکوم
په هرصورت زه او ته د خیال له دنیا را وتلي یو او دحقیقت په دنیا کې قدم وهو. شاعر به له خپلو شعرونو سره پرېږدو.
عارف جانه! نبی علیه السلام په یوه ماثوره دعاکې فرمایلي: یا الله دومره عبادت راپه برخه کړه چې جنت ته مې ورسوي، او خشیت دومره چې زما او دګناه ترمنځ حائل وي، او یقین دومره چې د دنیا مصیبتونه راته آسانه شي
الهم اقسم لنامن خشیتک ماتبلغنا به جنتک و من طاعتک ما تبلغنا به جنتک ومن الیقین ماتهون به مصائب الدنیا. نوکله چې په عبادت کې اعتدال مطلوب دی نو په مینه او اخلاص، اوصداقت کې به هم وي، باران د خدای رحمت دی چې ډېر شي عذاب دی.
اورېدلي مې دي چې د چارجر ګوډکه د دې لپاره ده چې برق مبایل ته په اندازه راشي کېبل مستقیما په برق کې ورکول له اندازې زیات برق کش کوي او مبایل ته تاوان کوي. موږ ته بویه چې له عقل څخه د چارجر د غوټې استفاده وکړو، که مینه وي که اخلاص او که صداقت؛ انسانانو ته یې په اندازه ورکړو.
سعادت: په مینه کې افراط ته لیونتوب ویل راته نا آشنا نه ده، ځکه د شاعرانو په شعرونو کې مینې ته لیونتوب ویل شوی، نو په اخلاص او صداقت کې هم افراط کول لیونتوب دی؟
مولوی صیب: په قران کریم کې د کفارو په اړه د ( هم المعتدون) او همد اراز د مسرفون ټکی راوړل شوی، له دې آيته داسې ښکاري چې په ګناه باندې هم عذاب په هغه صورت کې راځي چې له اعتداله ووځي. په نزدې ماضي کې خلکو له څا څخه او به د ارټ په واسطه را ښکلې، چا به چې غوایی یا خر درلود د ارټ رسۍ به یې خره یا غوايي پورې غوټه کړه هغه به له څا تاوېده او په همدې طریقه یې له څا څخه اوبه راښکلې. د کومو کسانو ستړیا چې عبث وي دوی غزالی صیب د ارټ له ځناورو سره مشابه کړي، چې سهار مزل پیل کړي، ماښام پخپل ځای ولاړ وي او هڅ ترقي یې نه وي کړې. دا ډېر ښه مثال دی، په ډېرو ځایونو کې استفاده ترې کېدای شي. د هغو خلکو مثال هم کېدای چې د عقل چار جر نه استعمالوي او نوروته له اندازې زیاته مینه ورکوي، او په خلوص او صداقت کې له اعتداله وځي
عارف: هغه ځوانان چې په په عربي هیوادونو او همدا راز په ایران اونورو هیوادونو کې مرګوني کارونو ته غاړې ورکوي، ترڅو د وروڼو او کاګانو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیداکړي آيا د دوی په اړه هم دغزالي صیب له مثال استفاده کولای شو؟
مولوی صیب: نه، په ټولنه کې هغه ډېر بختور خلک دي چې له امله یې نور خلک یوه مړۍ ډوډۍ پیداکوي. موسی او خضر علیهما السلام چې په علمي سفر کې د کومو تجارانو بېړۍ پخپل تدبیر سره له غلو وژغورله، دوي مزدوري کوله د خپل لاس ګټه یې د کورنۍ په نورو مسکینانو هم څټله. البته که دی شپه ورځ د لمر لاندې مزدوري کوي او د کورنۍ له ډاره خپلې ښځې ته ډالۍ هم نشې اخیستی، اونه له خپلو زامنو سره د وروڼو له ډاره احسان کولای شي بیاد دغزالي صیب د مثال مصداق دی.
په پای کې به د بلخي مولانا یوه خبره نقل کړو، له مولانا څخه ېې وپوښتل چې زهر څه ته وايي؟ هغه ورته وویل: هرشي له حده زیات شي زهر دي.
او پښتانه وايي: هرشی چې ډېر شي ګڼډه هېرشي.


