ويب ډيسک
په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت له نسکورېدو او له دمشق څخه د هغه له تېښتې وروسته په دغه هېواد کې یو قبر موندل شوی، چې لږ تر لږه سل زره جسدونه په کې خښ شوي دي.
په امریکا کې د سوریې د مدافعې ادارې مشر معز مصطفی د دوشنبې په ورځ (ليندۍ ۲۶) رویټرز ته وویل چې دغه ډله ییز قبر له دمشق بهر موقعيت لري او دا کسان د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد له خوا وژل شوي دي.
ښاغلي مصطفی چې اوس په سوریه کې دی له یاد خبري اژانس سره په یوه ټېلېفوني اړیکه کې زیاته کړه چې دغه ډله ييز قبر د سوریې د پلازمېنې دمشق شمال ته په څلوېښت کیلومترۍ کې د القتيفه په سیمه کې موندل شوی او یو له هغو پنځو قبرونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې پېژندل شوي دي.


