یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيګُربز د «ورانه عضلې اوښتو او برېښ» له امله د زېمبابوې پر...

ګُربز د «ورانه عضلې اوښتو او برېښ» له امله د زېمبابوې پر وړاندې ‏د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ بهر شوی دی

ويب ډيسک

 د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د هېواد ملي لوبډلې پیاوړی پیلیز ‏توپ‌وهونکی رحمن‌الله ګُربز د «ورانه عضلې اوښتو او برېښ» له امله د زېمبابوې پر وړاندې ‏د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ بهر شوی دی.‏

نوموړي بورډ سه‌شنبه د لیندۍ پر ۲۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ګُربز ته د لوبډلې ‏ډاګټر له لوري تر بیا رغېدو پورې د استراحت سپارښتنه شوې ده.‏

په خبر پاڼه کې راغلي چې د رحمان‌الله پرځای محمد اسحاق په روانو سیالیو کې د هېواد ۱۸ کسیزې ‏ملي لوبډلې سره یوځای شوی دی.‏

نوموړی وېکټ ساتونکی او توپ‌وهونکی دی.‏

دې سره خوا کې، مجیب‌الرحن ځدراڼ ته هم له روغتیایي پروسې او معایناتو وروسته د ‏استراحت سپارښتنه شوې ده.‏

د نوموړي اړوند ډاکټر ویلي چې مجیب دې د یو ورځنیو لوبو پر مهال استراحت وکړي، ترڅو ‏په بشپړه توګه روغ او په ډاډمن ډول لوبو ته چمتو شي.‏

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډلې بل پیلیز توپ‌وهونکی ابراهیم ځدراڼ هم له ‏اوږدې مودې راهیسې د پښې ټپ له امله له لوبو بهر او تر درملنې لاندی دی.‏

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه