دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

زما کلی

لیک : ډاکټر لطیف یاد
زما کلی دغریبو او بیوزلو خلکو کلی و ، چا به یو جریب ځمکه درلودله او چابه دوه جریبه ، خو ددغّه غریب کلي خلکو دپاچاهانو او نوابانو په څیر پراخه زړونه درلودل ، ددغه غریب کلي خلکو په خپلې غریبۍ کې دخپلو میلمنو عزت او درناوی کاوه. هر غریب کلیوال به په خپلې غریبۍ کې دیره او اوجره ( حجره ) درلودله او کټ اوپوزي په پکې پراته وو. څوک به چې دچا ددیرې او حجرې له مخې تیرشو نو ددیرې او حجرې خاوند به له لیرې او ورایه په لوړ غږ او آواز ستړې مشي ورکوله اوپه ډیر اخلا ص سره به یې ورته دچایو او ډوډۍ ست کاوه.

که رښتیا درته ووایمه دخلکو زړونه دمینې او محبت نه ډک وو، یو پر بل یې لوریینه درلودله ، یوبل ته یې مینه او اخلاص درلود .یوکلیوال به دبل کليوال مرسته کوله ، دخوښیو او خوشالیو محفلونه به وو، په ژمي کې به حجرو کې دموسیقۍ آلات رباب ، منګی او سیتار پراته وو، ځوانان په په حجرو کې سره کښیناستل ، خبرې اترې به یې کولې او دپښتو موسیقۍ محفلونه به یې تاوده ساتلي وو.په حجرو کې به نکلچیانو دسیف الملوک او بدرۍ جمالې ، موسی خان او ګل مکۍ ، یوسف خان او شیر بانو ، مومن خان او شیرینو نکلونه ویل او ټولو به ورته غوږ نیولی وو.

خو اوس ډبر کلونه وشول چې نه مې خپل کلي بیا ولید او نه هم په هغه کلي کې هغه پخواني خوندونه شته. ځوانان یې دبدمرغې جګړې ښکارشول او اوس دهغه کلي د حجرو دروازې تړلي دي او دهغه کلي دخلکو دیرې نورې شاړې شوي دي .دجګړې کرغیړن وزرونه زموږ پر کلي څه چې زموږ پرټولې سیمې خواره دي .جنګ جګړو زموږ نه هرڅه یووړل ، زموږ پښتني فرهنګ ، زموږ پښتني کلچر او زموږ ملي دودونه یې له خاورو سره برابر کړل . دا بدمرغه جګړه چې لا پای ته نه ده رسیدلې زموږ ټوله مادي او معنوي شتمني یې له مینځه یووړه .

خداي دې دهغو کور وران کړي چې دابدمرغه جګړه یې پر موږ راوتپله او دوي ورته دخیر په غونډۍ ناست دي او زموږ نندارې کوي او موږ یو بل سره وژنو.
. نو اي دباروتو سوداګرو !خدای مو کور ونړوه چې ټول افغانان مو داسې دتباهۍ کندې ته وغورزول.زموږ دزړونو نه مو مینه واخیستله او موږ یو دبل دښمنان شوو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه