یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدروښا ني غورځنګ بنسټ ایښودونکی بایزیدانصاري ( پیر روښان)

دروښا ني غورځنګ بنسټ ایښودونکی بایزیدانصاري ( پیر روښان)

لیک: ډاکټر لطیف یاد

کله چې په ۱۵۲۶ زیږدیز/میلادي کال کې دهند دلودي پښتنو دریم او وروستی واکمن سلطان ابراهیم لودي دپاني پت په مشهور ډګر کې دمغولي بابر له لاسه شهید شو نو په هند کې دپښتنو برم او شان او شوکت دزوال خواته روان و .په همدې وخت کې دهند دپنجاب دجلندهر په سیمه کې دشیخ عبدالله اورمړ په کورکې یو ماشوم پیداشوچې بایزید یې ورباندې نوم کیښود چې وروسته په پیر روښان سره مشهورشو..دپښتني شجرو پر بنسټ اورمړ سړ بني پښتانه دي چې د جنو بي و زير ستان په کانېګروم،د پېښور په شا اوخوا او د افغا نستان د لو ګر په و لايت کې مېشته دي٠د اورمړ اصلي نوم عمر دين و چې وروسته د اورمړ په نا مه مشهور شوی دی ٠پښتني توکم پو هانواورمړ د شر خبون زوی او د سړبن لمسی ګڼلی دی٠

دپیر روښان اصلي ځای دوزیرستان دکانیګورم سیمه وه. ویل کیږي چې دد ه دنسب شجره حضرت ابو ایوب انصاري ته رسیږي نو ځکه دی دخپل نامه سره دانصاري کلمه هم راوړي .

پیر روښان دکوچنیوالی نه دغوره عادتونو درلودونکی و. دروغ یې نه ویل ، رښتونی و ، تل به یې دالله عبادت کاوه ،روژه به یې نیوله او دخپلو کښتونو تر څنګ یې دنورو خلکو کښتونه هم ساتل او مرغان او حیوانا ت به یې ځینې شړل.ابایزید دخپلې ځوانۍ په وخت کې پښتونخوا ، هند او دمنخنۍ اسیا او ما وراء النهر ته هم سفرونه کړي دي او په دغو سفرونو کې یې ډیرې علمي تجربې تر لاسه کړي دي .

پیر روښان پر پښتنو باندې دمغولو دظلمونو نه ژوره کرکه درلودله او دکندهار په سفر کې یې دمغولو حاکم بیرم خان ته داهر څه په ډاګه کړل چې دده په کتاب صرا ط التوحید کې راغلي دي . مغولو پر پښتنو باندې تر دې حده ظلمونه کول چې ساری نلری.وه ورځ دمغولو سرتیرو یوه پښتنه میرمن ونیوله او دژرندې له پله سره یې دده ویښتان وتړل چې دژرندې تیږه به تاویدله نو داه به هم ورسره څرخیدله.

دپیر روښان دکو چنیوالي ددورې استاد او ښوونکی ملاپاینده نومید . بایزید روښان چې دمغولو پر خلاف کوم غورځنګ پیل کړ نو دده دسرګرمیو او سیاسي جد او جهد او فعالیتونو مرکزونه تیراه ، خیبر او دننګرهار غرونه وواو په دغو غرونو کې ازاد پښتانه اوسیدل. . دده دزمانې په خلکو کې دوه کسان ډیر مشهور دی چې یو یې سید علي ترمذي و چې په بیربابا سره شهرت لري او بل هم اخون درویزه ننګرهاری دی چې دواړو کسانو دهند دمغولي دربار سره ژورې اړیکي درلودلې دي او اخون درویزه خو پیر روښان د(پیر تاریک) په نامه هم نومولی دی. روښان دمغولو سره ډیرې جګړې وکړې او ډیر زندانونه یې هم ګاللي دي.په دغو جګړو کې یې چې له مغولو سره وکړې دتیرا جګړه ، داشنغر (هشتنګر) جګړه او دتور راغه جګړې مشهورې دي .پیر روښان دتوړر راغه په جګړه کې دمغولو له خوا ووژل شو. او اخلافو او مریدانو یې دده تابوت دبټه نګر سیمې ته یووړ چې دغه ځای دکاڼی ګروم نه درې ورځې پلې مسافه یا واټن لري .
دپیر روښان ترمړینې وروسته دهند دمغولو پر خلاف دمبارزې لارویان دده زوی جلا ل الدین ، او دجلا ل الدین زوم او لور احداد اوبي بي الا یی وو.

د بايزيد روښان له هغو آثارو او کتابونو نه چې اوس شته داسې څرگندېږي چې بايزيد په عربي او اسلامي علومو پوه و، په تفسير او حديث او فقه کې يې مطالعه درلودله او په تصوف کې يې نظراً او عملاً لوی لاس درلود او هم ثابتېږي چې بايزيد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او پنجابي پوهېده. د ده د ليکل شويو آثارو څخه تر اوسه دغه آثاررا پاتې دي :
د پښتو رسم الخط
صراط التوحيد
حالنامه
مقصود المومنين
فخرا لطالبين
خيرالبيان
عریان الغیب
د بايزيد پير روښان يوه نومورکې رساله
مکتوبات
د بايزيد سرودونه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه