یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine

دسورۍ شیرشاه

لیک:ډاکټر لطیف یاد
د۲۰۲۱ زیږدیز/میلادي کال دمی دمیاشتې ۲۲مه نېټه د هند دپښتون واکمن سلطان العادل ستر شېرشاه سوري (۴۷۶ ) تلین و.
په هندوستان کې د پښتنوسوريانو دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی فريدخان و چې وروسته په شیرشاه سوري مشهور شو ځکه چې دزمري سره په يوازې وجنګيد اوزمری يې مړ کړ نو ځکه دشير خان لقب ورکړل شو او کله چې دهندوستان واکمن شو نو بيا يې دشیرشاه سوري لقب غوره کړ ٠ شير شاه دحسن خان سوري زوی او دابر اهيم خان سوري لمسی دی٠

په هندوستان کې د پښتون واکمن سلطان بهلول لودي په خت کې ډېر شمیر پښتانه دروه له سيمې نه هندو ستان ته راغلل، ځکه دغه پښتون واکمن دروه يا د افغا نستان پښتنو ته يو فرمان ليکلی و چې که هر پښتون هندو ستان ته ورشي نو دی به منصبونه، خلعتو نه او جاګيرونه او په خپل پوځ کې به لوړ لوړ منصبو نه ورکوي٠ هماغه و چې دبهلول لودي ددغه فر مان سره سم د فريد خان يا شير شاه سوري نیکه ابراهيم سوري دخپل زوی حسن خان سوري سره يو ځای د بهلول لودي په واکمنۍ کې دمنصبونو دتر لاسه کولو لپاره هندو ستان ته لاړل اوڅه موده يې دحصار فيروزه په کلا کې تیره کړه ٠

دغه سيمه اوس يوازې دحصار په نا مه يا ديږي(۱) چې دشمالي هند دهريانا دايا لت يوه ولسوالي ده ٠هريانا نن ورځ دشمالي هندوستان يو ايالت دی چې دپنجاب،ډيلي،راجستهان،اتهر کهنډ،هيما چل پراديش اواتهراپراديش دايا لتو نوسره ګډه پوله لري٠

سوري شير شاه په ١٤۸۶ زیږدیز کال کې په حصار فيروزه کې چې دهند دهريانا په ايالت کې موقعيت لري دې نړۍ ته ستر ګې پرانيستلې او پلار يې فرېد خان نوم پرې کیښود٠ د هند دپښتون واکمن بهلول لودي دواکمنۍ په وخت کې کله چې جمال خان ته دجو نپور حکو مت لاس ته ورغی نو هغه دفريد خان پلار حسن سوري ته دخواص پور او ټانډه سيمې دجاګير په ډول ورکړې او دپنځه سوه ژوبله ورو او جنګياليو میړو مشر يې وټا که٠

فريد خان وروسته بيا اګرې ته لاړاو هلته دولت خان لودي ته چې په هغه وخت کې دسلطان ابر اهيم لودي دسترو امراوو نه وورغی٠ دولت خان لودي نو موړی سلطان ابر اهيم ته وروپیژاند او کله چې دفريدخان پلار حسن سوري مړ شو نو فريد خان ته دخپل پلار دجاګير فر مان ورکړل شو٠

کله چې لودي سلطان ابر اهيم دمغولي بابر له لاسه دپاني پت په جګړه کې ووژل شواو پهاړ خان لواڼی چې دلودي سلطان ابر اهيم له خوادبيهار دا يالت صوبه دار واو خپلسری او ياغی شوی او خپل ځان ته يې دسلطا ن محمد لقب غور ه کړی ونو فريد خان هغه ته ورغی او دهغه له خوا منصب ورکړل شو ٠

يوه ورځ فريد خان له سلطان محمد سره يو ځای ښکار ته لاړل چې ناببره يو زمری را ښکاره شو٠ فريد له زمري سره مقا بله وکړه او پخپله توره يې هغه وواژه٠سلطان محمد دده دزړورتوب نه ډېر خوشاله او ده ته يې دشير خان لقب ورکړ او سلطان محمدورځ په ورځ دده موقف لوړاوه څو چې يې دخپل زوی جلال خان استاد وټا که٠

شيرخان وروسته خپل ځواک ډېرکړ او دپښتنو په مر سته يې مغولي واکمن همايون مات کړ٠همايون ايران ته وتښتيداو شيرشاه دهندوستان واکمن شو اود حضرت اعلی لقب يې غوره کړ٠

شير شاه په هندوستان کې دپښتنو ديوې داسې پياوړي واکمنۍ بنسټ کیښود چې نه یوازې موږ پښتانه بلکې دهندوستان تاريخ پرې وياړي او دده تلپاتي خد متونه يادوي٠ دشير شاه له مهمو کارونو نه يوداو چې دبنګال دسونارګاون نه يې ترافغانستانه پورې سړک جوړ کړچې ( ګرینډ ټرنک روډ ) یې بولي او دسړک په دواړو غاړو ته يې ونې کښينولې څو مساپران ځانونه دګر مۍ نه خوندي کړي٠

همداراز يې په لاروکې کاروان سرايونه او جوماتونه جوړ کړل او څاه ګانې يې وکيندلې چې مساپران ترې ګټه واخلي٠ دشيرشاه بل مهم کارداوچې دپوست او ډاګ سيستم يې په داسې ډول تنظيم کړ چې ډېر چټک او ګړ ندی و، ان نن ورځ هم هنديان په دې معتقد دي چې دشير شاه دډاګ او پو ست سيستم یو ډیر غوره سیسټم و. شير شاه په هند کې دځمکو داسې اصلاحات رامينځ ته کړل چې دده دځمکې داصلاحاتو دسيستم نه اوس هم ګټه اخيستله کيږي٠

شير شاه په هندوستان کې تقر يباشپږ کلونه په ډېر عدل اوانصاف سره واکمني وکړه چې دده عصر دهند په تاريخ کې يوطلايي عصر ګڼل کيږي٠ په پای کې د٩٥٢ لیږدیز کال دربيع الاول دمياشتي په دولسمه نیټه دکالنجر دکلا دنيولو په وخت کې دباروتوداور له کبله ټپي او بيا وروسته مړشواو دهندوستان دبيهار ايالت په سهسرام کې ښخ شو٠

دده زيارت ته اوس هم ګڼ شمير خلک ورځي اوددغه عادل واکمن روح ته دعقيدت نذرانې ډالۍ کوي٠دشيرشاه تر مړينې وروسته يې زوی سليم شاه پا چا شوچې بيا وروسته يې دولس کلن زوی فيروزخان ته واکمني په لاس ورغله، خو نو موړی دنظام خان دزوی مبارز خان له خوا چې دسوري شير شاه وراره و ووژل شو او نوموړي دمحمدشاه عدلي يا محمد شاه سوري په نامه ځواک تر لاسه کړ٠ ترهغه وروسته ددغې کورنۍ نور واکمنان لکه ابر اهيم شاه سوري، سکندرشاه سوري او عادلشاه سوري په هند کې واکمني چلولې ده٠

(۲)
د شير شاه دزمانې مشهور کسان چې دسوريانو په قبيلې پورې يې اړه درلوده :
احمد خان سوري چې دشير شاه ميرنی ورورو،قطب خان سوري،بر مزيد خان سوري اوکمال خان سوري چې دشيرشاه دواکمنۍ ستر اميران ول٠جلال خان سوري،سکندر خان سوري،سيد خان سوري،غازي خان سوري،مبارک خان سوري،فتح خان سوري،محمد خان سوري،نظام خان سوري، مبارز خان سوري،مدا سوري دشير شاه مير نی ورور

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه