ویب ډیسک
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۹۳ طالبان ووژل شول او ۷۴ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد پکتیکا، غزني، کونړ، ننګرهار، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، هلمند، نیمروز، سمنګان، بلخ، جوزجان، تخار او کندز ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي – خو بل لوري ته طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


