ويب ډیسک
دوشنبه – د افغانستان تماس ډلې – شانګهای د همکارۍ سازمان څلورمه ناسته د افغانستان او شانګهای د همکارۍ سازمان د آتو غړو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون تیره ورځ، چارشنبه د تاجکستان هیواد په پلازمینه دوشنبه ښار کې جوړه شوه.
د هیوادونو پدې ناسته کې په یاد سازمان کې د افغانستان دغړیتوب، له افغانستان سره په دریو (۱) امنیتي (۲) اقتصادي(۳)فرهنګي محورونو او بشردوستانه برخو ې د شانګهای سازمان د همکاریو لپاره د لارې نقشې، د افغانستان وضعیت او پر سیمه ایز ټیکاو او پراختیا باندې یې د اغیزو په هکله بحث وشو او نظرونه سره شریک شول.
بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له دوحې تړون څخه د طالبانو د سرغړونو په اړه خبرې وکړې، د دې ډلې له لوري د سیمهایزو او نړیوالو ترهګریزو شبکو په ملتیا د تاوتریخوالی زیاتوالی یې د سیمهایز ټیکاو او پرمختګ لپاره لوی ګواښ وباله. ښاغلي اتمر سیاسي حل ته د رسیدلو، د خلکو د مشروع ارمانونو پوره کولو لپاره معنا داره خبرو د بیا پیل او د افغانستان حکومت د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنو خوندي ساتلو په ګډون د جمهوري نظام او په هیواد کې د تل پاتې سولې او ټيکاو را وستو ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر ژمنو ټینګار وکړ.
بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د طالبانو تر څنګ د تروریستي ډلو شتون لوی ګواښ یاد کړ او له دغه تهدید سره یې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ، او په افغانستان کې یې تلپاتې سوله او ټیکاو په سیمه کې د ترهګرۍ، افراطیت او ثبات ګواښ په وړاندې عملي حل لاره وبلله. ښاغلي اتمر په دریو برخو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت غوښتنې څرګندې کړې. لومړی، د طالبانو او ترهګرو ډلو له لوري د تاوتریخوالي ډیریدو ته په پام سره، اړینه ده چې ټول هیوادونه په افغانستان کې د وینو تویدلو د بندیدو او سولې تامینیدلو لپاره سیاسي حل ته د رسیدلو په برخه کې خپله اجماع او هوکړه وساتي . دوهم له طالبانو وغواړي چې د دوحې تړون ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۱۳ پریکړه لیک ، او د مسکو پراخې ترویکا ناستې پریکړه پلي کړي. دریم، د ترهګرۍ ګواښ پر وړاندې مبارزه کې د بریالیتوب لپاره باید د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هیوادونه له افغانستان سره بیړنۍ امنیتي مرستې چمتو کړي.
د شانګهای د همکاریو سازمان د اتو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د طالبانو له لوري د سیمه ایزو او نړیوالو تروریستي ډلو په ملتیا د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړه. هیوادونو له سیاسي لارې د افغانستان ستونزې پر حلولو، له افغانستان سره د همکارۍ لپاره دعملي ګامونه پورته کولو، له دغه هیواد څخه ترهګرو ډلو ته په امن ځای د نه بدلیدو او له افغانستان سره یې د اقتصادي او بشردوستانه همکاریو پر چمتو کولو ټينګار وکړ.


