ویب ډیسک
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي امریکا له افغانستان څخه وځي خو تر شا یوه فاجعه پرځای پریږدي.
حامد کرزي له اسوشیټیډ پرس سره مرکه کې ویلي، پداسې حال کې چې امریکا شل کاله وړاندې افغانستان ته د ثبات ټینګښت او افراطیت سره د مبارزې لپاره راغلې وه، خو نن افراطیت په خپل اوج کې دی او امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان په فاجعه کې یریږدي او سرتیري وباسي.
خو له دې سره سره حامد کرزی له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او وایي، چې افغانستان کې اوسنی وضعیت د بهرنیانو د حضور نتیجه ده او افغانان نه غواړي نور دا غمیزه او بې عزتي دوام پیدا کړي.


