ویب ډیسک
چین هیواد په افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي څو ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې مېشتو چینايي اتباعو ته سپارښتنه کړې چې په دې هیواد کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي او خپل هیواد ته ستانه شي.
د گلوبل ټایمز د خبر له مخې دغه سپارښتنه د چین د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د چین سفارت د جون په ۱۹ مه چینایي وگړو ته اعلان کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د امریکا سفارت یوځل بیا له ګاونډیو هیوادونو غوښتي څو د افغان کډوالو پروړاندې خپلې پولې خلاصې پریږدي.


