ویب ډیسک
په کندهار کې د طالبانو د وروستیو حملو سره، د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې د طالبانو چټکې لاسته راوړنې د افغان دولت لپاره د تعجب وړ دي.
ښاغلي محب د امریکا له ملي راډیو ‘اېن،پي،ار’ سره په مرکې کې ویلي چې د ولسوالیو او سرحدي بندرونو په نیولو کې د طالبانو سرعت حیرانوونکی دی.
خو حمد الله محب هیله څرګنده کړې چې په دوحه کې له طالبانو سره د افغان رهبرانو راتلونکې خبرې د دې وضعیت له بدلون سره مرسته وکړي.
په عین حال کې د دولت د مذاکراتي پلاوي غړي نادرنادري ویلي چې د دولت د مذاکراتي ټیم ترڅنګ یو شمېر افغان سیاسیون له طالبانو سره د معنی لرونکو بحثونو لپاره دوحې ته ځي.


