دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت ۲۴ ساعتونو کې مو ۲۰۸ طالبان وژلي

دفاع وزارت ۲۴ ساعتونو کې مو ۲۰۸ طالبان وژلي

ویب ډیسک

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۰۸ طالبان ووژل شول او ۱۵۳ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد کونړ، ننګرهار، غزني، پکتیا، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، بلخ، سمنګان، جوزجان، هلمند، نیمروز، کندوز او تخار ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي. خو بل لوري ته طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه