یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعبدالحکیم نورزی هیواد ته ستون شو

عبدالحکیم نورزی هیواد ته ستون شو

ويب ډیسک

له افغان شخصيتونو سره د طالبانو حکومت د تماس کميسيون هیواد ته د پخواني حکومت د امنيت شورا د مرستيال عبدالحکيم نورزي د ستنېدو خبر ورکړ.
یاد کمېسیون نن پنجشنبه ویلي چې ښاغلی نورزی د دوی په هڅو بیرته افغانستان ستون شو.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون ویلي چې تیره ورځ د مشرانو جرګې مشاور او د عالمانو شورا غړی مولوي عبدالخبير چيچکه هم هېواد ته راستون شو.

د دغه کمېسیون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله څه باندې ۱۰۰ تنه افغان شخصیتونه د دوی په هڅو هیواد ته ستانه شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه