یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍهندي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په کشمیر کې دوه اورپکي وژلي

هندي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په کشمیر کې دوه اورپکي وژلي

ویب ډیسک

هندي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په کشمیر کې دوه اورپکي وژلي چې د پولیسو په خبره پر یوه باندې په روانه میاشت کې د بانک د یوه منیجر د وژلو شک کیږي.

 

هند د اتیایمي لسیزي له وروستیو راهیسې د سخت دریځه اسلامپاله بیلتون غوښتونکي بلواتوب پر ضد مبارزه کوي. پاکستان او هند د اتومي وسلو لرونکي دوه داسې ګاونډي هیوادونه دي چې د کشمیر پر سر یې تر اوسه دوه ځله جګړه هم کړې ده.

 

د رویټرز خبري آژانس د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د پولیسو مشر ویجی کمار له قوله لیکلي دي: «هندي ځواکونو نن سهار [د چهارشنبې ورځ] په یوه وسله واله نښته کې دوه یاغیان وژلي دي. له هغوی څخه یو تن جان محمد لون، د یوه بانک د منیجر په وژلو کې ښکیل وو.»

 

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې وسلوال کسان په روانه میلادي میاشت کې د کلګام په ښار کې «علاقایي دیهاتي بانک» ته ورننوتي او د بانک منیجر یې وژلی وو. وژل شوی کس د راجهستان له ایالت څخه وو او تر وژل کیدو څلور ورځې دمخه یې د بانک په دغه څانګه کې کار پیل کړی وو.

 

د «کشمیر فریډم فایټر» په نوم د یاغیانو یوې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو او خبرداری یې ورکړی وو چې د کشمیر څخه د باندې خلک باید دغلته مېشت نه شي.

 

په روان میلادي کال کې په کشمیر کې ۱۶ هندوان او مسلمانان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي. د کمار په خبره ځواکونه د یاغیانو په لټه کې دي او په وروستیو اونیو کې یې اته یاغیان وژلي چې په قتلونو کې ښکیل وو.

 

د کشمیر د پولیسو د دغه مشر په خبره په روان میلادي کال کې لږ تر لږه ۱۰۴ یاغیان وژل شوي دي. دغه شمیر د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله دوه وارې ډیر دی.

 

هند او پاکستان د همالیه د دغې تقسیم شوي سیمې بیلا بیلې برخې تر خپل کنترول لاندې لري. هند پر پاکستان باندې په کشمیر کې د جنګیدونکو یاغیانو د ملاتړ تور پورې کوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چې د هغو مسلمانانو سیاسي ملاتړ کوي چې په خبره یې د هندي امنیتي ځواکونو له لوري سرکوبیږي. خو هند په کشمیر کې د پاکستان له لوري د حقونو څخه د سرغړونې تورونه ردوي.

 

د هدفي وژنو له کبله د کشمیري پنډتانو لږکیو ټولنې د ځینو غړو په شمول یو شمیر هندو کورنۍ په وروستیو کې له کشمیره وتلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه