یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پښتونخوا حکومت په طب کالجونو کې د افغان زده کوونکو کلني...

د پښتونخوا حکومت په طب کالجونو کې د افغان زده کوونکو کلني فیسونه کم کړي‌

ویب ډیسک

د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې په سرکاري طب کالجونو کې د افغان زده کوونکو لپاره په فیسونو کې په پراخه کچه کمی اعلان کړی دی.

د لوړو زده کړو په برخه کې د صوبې د اعلا وزیر سلاکار کامران بنګښ د جون پر ۱۱مه پر ټویټر د دې اعلان په اړه بیان خپور کړی دی.

 

کامران بنګښ په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان دا ګام د پاکستان او افغانستان دوستۍ ته د ودې ورکولو او افغان زده کوونکو ته د غوره اسانتیاوو برابرولو لپاره اخیستی دی.

 

نوموړي لیکلي چې د خیبر پښتونخوا د طب کالجونه به له افغان زده کوونکيو څخه اوس کلنۍ فېس د اته لاکه پر ځای ۵۰،۰۰۰ روپۍ اخلي.

 

کامران بنګښ لیکلي، “افغان محصلین چې د خیبر پښتونخوا په دولتي طبي او د غاښونو په کالجونو کې زده کړې کوي، له هغوی به اوس کلنی فیس د اتو لاکو پر ځای ۵۰ زره اخیستل کېږي.”

 

په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر افغان زده کوونکو د خیبر پښتونخوا د حکومت د دې اعلان هرکلی کړی او هیله یې څرکنده کړې چې دوی ته به نورو اسانتیاوې هم برابرې کړل شي.

 

د پېښور خيبر ميډيکل يونيورسټۍ افغان زده کوونکي عنایت الله مومند د جون پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل چې دوی دا یو زېری ګڼي او د لا نورو اسانتياوو تمه کوي.

 

نوموړي زیاته کړه چې دا اقدام د دوی او په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د هلو ځلو وروسته پورته کړل شوی دی.

 

په پاکستان کې د طب له زده کړو یو بل فارغ شوي افغان ډاکټر شریف الله مشال راډیو ته وویل چې د ده په وینا د خیبر پښتونخوا د حکومت دا اعلان به د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې واټڼ نور هم کم کړي.

 

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۲مه د افغان زده کوونکو لپاره د علامه اقبال په نوم په مسلکي‌ او نورو عادي‌ پوهنتونو کې د ۳،۰۰۰ سکالرشپو اعلان کړی وو.

 

د پاکستاني‌ حکومت له خوا بیا د مارچ په میاشت کې په دې کې ۱،۰۰۰ سکالرشپونه نور هم ورزیات کړل شو چې اوس یې شمېر ۴،۰۰۰ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه