ويب ډیسک
په سویډن کې افغان مهاجر ورزشکار شعیب کرار اکرمي د شنبې په ورځ د «ام.ام.ای» نړیوال سازمان په آزادو سیالیو کې وتوانید خپل سویډني سیال ته ماته ورکړي.
په دې سیالیو کې د برازیل، ناروې، سویس، پولنډ او څو نورو هیوادونو ورزشکارانو ګډون کړی و. شعیب کرار اکرمي تر اوسه پورې ۷ وارې د مسابقاتو رنګ ته داخل شوی دی او د سوریې، برازیل، هالنډ، تایلنډ، سویډن او لبنان هیوادونو څخه یي خپلو رقیبانو ته ماته ورکړې ده. اکرمي په ۲۰۱۵م کال کې له افغانستان څخه سویډن ته مهاجر شوی و.


