لیکنه : عبدالغفور لېوال
–
زه د ادبیاتو شاگرد یم، خو په کور کې د هېواد د یوه ستر اقتصاد پوه تر سیوري لاندې رالوی شوی یم، چې خدای دې یې سیوری پرموږ تل لري.
دا ځکه لیکم، چې لاندې اندېښنې مې هسې هوايي خبرې نه دي.
تاسو به اورېدلي وي، چې افغانستان درې یا شپږ تریلیونه یا تردې هم زیاته بیه د طبیعي سرچینو زېرمې لري. دغه ارزښت به هغه وخت تر دې لا زیات وي، چې دغه زېرمې (کانونه) پر علمي بنسټ مدیریت شي.
هیله ده لاندې اصطلاحات وپېژنئ:
استخراج، پروسس، تولید، مارکېټ، زېربنا، اینرژي، زنځيري تړاو، خدمات او …
زه نه غواړم دلته د اقتصاد مبادي تدریس کړم، بلکې غواړم د هغه ظلم په اړه، چې د افغانستان له کانونو او سرچینو سره کیږي، د دغو اصطلاحاتو په رڼا کې، ستاسو ذهن ته قناعت ورکړم.
ساده پېژندنه:
په عینکو کې مس شته، دا سرچینه ده، کله یې چې له کان څخه راباسو دې ته استخراج وايي، کله یې چې تصفیه او استفادې ته چمتو کوو، دې ته پروسس ویل کیږي. کله چې ورڅخه د برېښنالېږد سیمونه جوړوو، دې ته یې صنعتي تولید وایه شي، کله چې دغه تولید شوي سیمونه په بهرنیو هېوادونو پلورو، پلورځای ته یې مارکېټ ویلی شي، په هغو سکرو، یا تیلو یا برېښنا چې د استخراج، پروسس او تولید چارې ترسره کیږي اینرژي وایو، پر هغو لارو، وسپنې پټلیو او بندرونو چې یې صادروو، زېربنا وایو او د (کان)، (پروسس)، (تولید)، ( کارځای)، (بشري سرچینو)، (اینرژي)، (زېربنا)… تر (مارکېټه) پورې اقتصادي اړیکو او ارتباط ته، چې د توکیو پر قیمت مخامخ اغېز لري، زنځیري تړاو ویلای شو.
فرضیه: که یو ټُن ناخالصه مِس په عینک کان کې د نړیوال مارکېټ په نرخ زر ډالره بیه ولري، تر پروسس روسته یې قیمت دوه زره ډالره، تر سیم تولیدولو روسته یې قیمت پینځه زره ډالره، تر نړیوال مارکېټ رسولو یې قیمت لس زره ډالره کېدلای شي، د دې تر څنګ په دې ټولو پروسو کې مخامخ یا نامخامخ ستاسو سلګونه زره هېوادوال کار مومي.
د دغې فرضیې پر بنسټ که تاسو اینرژي یوازې وپلورئ او سبا ته ډبرو سکاره ونه لرئ، سړکونه مو جوړ نه وي، برېښنا نه وي او کارځواک (بشري قوه او متخصصین) مو بهر تللي وي، په هغه صورت کې چینایان یا بل هر پردی به په عینکو کې هر ټُن مِس له تاسو څخه یوازې په (۱۰۰) ډالره اخلي او پاتې (۹۹۰۰) ډالره به خپل جیب ته غورځوي.
څونامي څنګه راروانه ده؟
موږ پرته له دې چې دغه هرڅه وسنجوو، په بېړه د ډبرو سکاره، روانې اوبه او نور اسانه کانونه پلورو، لارې ویجاړوو، متخصصین او کارځواک له هېواده شړو، د کانو مدیریت داسې کسانو ته سپارو، چې اقتصاد پوهه خو لاپرېږده، ابتدايي سواد هم نه لري.
ګاونډي دوښمن دا هرڅه سنجولي دي، دوی زموږ بډایه راتلونکې زغملای نه شي او غواړي دا هرڅه رانه ولوټي.
همدا سبا چې تاسو اینرژي ونه لرئ، سړک و رېل ګاډی ونه لرئ، متخصصین مو تکفیر او شړلي وي، کارځواک درنه ناهیلی شوی او تښتېدلی وي، بیا به نو همدغه تور ګاونډی راځي، کانونه به درنه وړیا یا د خاورو په بیه وړي او تاسو ته به یې په مقابل کې د استنجا اصول در زده کوي، چې جنت ته ولاړ شئ.
د ګاونډي دوښمن ماغزه په راروانو پنځوسو کلونو کې بوخت دي، پړی یې اوږد اچولی دی، د ږیرو او حجابونو پر کچ مېچ بوخت نه دي.


