دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان له زیمبابوې څخه دریمه شل اوریزه لوبه هم وګټله

افغانستان له زیمبابوې څخه دریمه شل اوریزه لوبه هم وګټله

ويب ډیسک

افغانستان له زیمبابوې څخه د دریمې شل اوریزې لوبې په ګټلو سره دغه لړۍ هم درې صفر وګټله. تر دې دمخه افغانستان له یادې لوبډلې څخه د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو سیریز هم درې صفر ګټلی وو.

په دریمه شل اوریزه لوبه کې د ټاس تر ګټلو وروسته افغانستان د توپ وهنې پریکړه وکړه. که څه هم د تیرې لوبې په پرتله افغانستان خپلې سیالې لوبډلې ته لوړ هدف و نه ټاکه او په ټاکل شوو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره زیمبابوې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه. د افغانستان له لوري محمد نبي په ۳۰ توپونو ۳۱ منډې وکړې.

د افغانستان بالرانو د خپل هدف کلکه دفاع وکړه او زیمبابوې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۰ منډې وکړې او افغانستان دغه لوبه په ۳۵ منډو وګټله. د افغانستان له لوري په نننۍ لوبه کې ځوان توپ اچووونکی نور احمد لکڼوال چې دا یې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه وه، ډیر ښه وځلید او د خپلې سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. شرف الدین اشرف هم دوې ویکټې واخیستې. فضل الحق فاروقي او راشد خان هم یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه