ويب ډیسک
د پښتو ژبې پېژندل شوې سندرغاړې، شکیله ناز په دې وروستیو کې د افغان طالبانو له واکمنۍ پاکستان ته تښتېدلو کډوالو نجونو لپاره د موسیقۍ ټولګي پیل کړي دي.
هغې پرېکړه وکړه چې د سندرو ویلو او د کډوالو کورنیو سره د مینې موندلو وروسته دوی ته موسیقي ور زده کړي. هغې نورو نجونو ته وړاندیز کړی چې که دوی د موسیقۍ او سندرو زده کولو سره علاقه لري په ټولګیو کې شاملې شي.
د اتوار په ورځ د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۴مه د ویاړ جایزې لپاره نومانده شوې شکیله ناز وویل چې د افغان سندرغاړو لپاره یې زړه خوږیږي چې د طالبانو له واکمنۍ وتښتېدل او پاکستان ته ورسېدل خپل کورونه یې شاته پرېږدي.
هغې ویلي چې په افغانستان کې د موسیقۍ لپاره وضعیت ښه نه دی ځکه یې پرېکړه کړې چې د اسلام اباد په استوګنځي کې افغان ښځینه زده کوونکو ته درس ورکړي.


