دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپکتیا:ګردېز ښار کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي.

پکتیا:ګردېز ښار کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي.

ويب ډیسک

د پکتیا ځايي چارواکي وايي،  شنبه د عقرب په دویمه د دې ولایت په ګردېز ښار کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي.

پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس خالقیار احمدزی وايي، دغه دوه ښځې د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د هغه په وینا، پېښه تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوې ده.

چارواکي وايي، په دې اړه پلټنې پیل شوي خو د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.
تر دې دمه کوم شخص یا ډلې د دې اقدام مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه