ويب ډیسک
د سېول روغتون ویاند وسیم بیګ وویل، د شنبې په ورځ د کوټې په نوی کلي سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان ټپیان شوي دي.
ویاند زیاتوي، په ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.
امنیتي ځواکونه او د ژغورنې چارواکي د چاودنې په تعقیب سیمې ته تللي دي. پولیس چارواکو ویلي، ټپیان ملکي روغتون کوټې ته لېږدول شوي او سیمه کلابنده شوې ده.
د پولیسو مشر اسد ناصر وویل چې چاودنه د پولیس موبایل سره نږدې شوې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې په چاودنه کې له درېیو تر څلور کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد، چې موټر سایکل کې ځای پر ځایکړل شوي و.
ایس ایس پي نور وویل، بم د ریموټ کنټرول له لارې چاودنه ورکړل شوی.


