دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي چې د خپلو ځواکونو لپاره نوي یونیفورمونه جوړوي

طالبان وايي چې د خپلو ځواکونو لپاره نوي یونیفورمونه جوړوي

ویب ډیسک

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د لړم په ۲۲مه آزادۍ راډیو ته وویل چې د پوځ بېلابېل صنفونه به ځانګړي یونیفورمونه ولري.

د  مجاهد وینا ده چې (ښايي پنځه ارګانونه جوړ شي چې خاص ځواکونه، ځانګړي ځواکونه او عادي ځواکونه دي او همداراز د اردو، پولیس او استخباراتو ځواکونه چې جلا جلا یونیفورمونه به ولري.)

د زمري په ۲۴مه چې طالبان کابل ته ننوتل نو په ځینو سیمو کې ناامنۍ پېښې شوې خو طالبانو ویل چې په دې پېښو کې د دوی کسان لاس نه لري.

طالبانو وروسته خپلو ځینو وسله والو ته ځانګړې جامې چمتو کړې. ښاغلي مجاهد نن وویل، هغه یونیفورم چې اوس یې طالبان کاروي موقتي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه